1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د اټومي پرګرام په اړه غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده

۱۳۹۱ خرداد ۳۱, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15IKN

د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مسکو غونډه بې له کومي نتیجې پای ته ورسېده. د ملګرو ملتو د خارجي چارو مسئولي چي په ملګرو ملتو کي ئې د پنځو قدرتمندو ویتو هیوادونو او جرمني د هیئات مشري پر غاړه درلوده وویل، په راتلونکو دوو اونیو کي به یوه بله غونډه په استانبول کي جوړه سي. خو دا په دې پوري اړه لري چي آیا په دې اړه به نوري خبري تر سره سي او که نه! لوېدیځ پر ایران تور لګوی چي په پټه اټومي وسلې جوړوي خو ایران وايي چي اټومي پروگرام ئې د سوله يیزو اهدافو له پاره دئ.