1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «اپل» ځيرک ساعت تر لس زره ډالرو پوري بيه لري

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۱۹, سه‌شنبه

د اپل امریکایي شرکت خپل نوی محصول «اپل واچ» په اړه لا ډیر معلومات خپاره کړل. دغه محصول چې په اصل کې یو ساعت دی، د وخت د ښوولو تر څنگ د تلیفوني اړیکو وصلولو او د روغتیا په اړه د معلومات ښوولو په څیر وړتیاوي لري.

https://p.dw.com/p/1Eo47
انځور: Reuters/S. Lam

اپل، د دوشنبې په ورځ په سنفرانسیسکو کې د خپل نوي ځیرک ساعت په اړه معلومات خپاره کړل. پر دې سربیره دې شرکت خپل نوی لپتاپ او د میز د سر کمپیوترونه او د هغوی د نوي پروگرامونو په اړه هم معلومات ورکړل.

د اپل شرکت رئیس تیم کوک، د څيرک تليفون (اپل واچ) د معرفي کولو پر مهال وویل: «دا داسې ده لکه یوه کس چې پر خپل لاس لاندي یو روزونکی تړلی وي.»

د کوک په خبره اپل واچ کولای شي چې تلیفوني اړیکې ټینگي کړي، ایمیلونه وښيي، میوزیک وغږوي، په پلورنځایونو کې د پیسو د ورکړي د سیستم په توگه وکارول شي او د یوه کس روغتیایي حالت وآرزوي.

ویل شوي دي چې د اپل واچ بترۍ به د ۱۸ ساعتونو له پاره چارج وساتي او تر هغه وروسته باید د بیا چارجیدو په موخه له چارجوونکي الې سره وصل شي.

دغه ساعت له یوه ای فون سره وصلیدای شي او په دې ترتیب سره سړی کولای شي چې په خپل تلیفون کې ثبت شوي انځورونه په خپل ساعت کې وویني. پر دې سربیره سړی کولای شي چې له خپل تلیفون سره د وصلیدو له لاري په اپل واچ کې ټولنیزي شبکې وویني.

تر دې دمخه د تکنالوژۍ بل لوی شرکت سمسونگ، هم بازار ته ځیرک ساعتونه وړاندي کړي ول. په عین حال کې نور لوی او واړه شرکتونه هم ځیرک ساعتونه جوړوي خو لا تر اوسه پوري دغه محصول په بازار کې خپل ځای نه دی موندلی.

د اپل نوی ځیرک ساعت به د ۳۴۹ او ۱۰۰۰۰ ډالرو تر منځ بيه ولري. د ساعت بيه په دې پوري اړه لري چې پیریدونکي د خپل ځان له پاره د کومو مشخصاتو لرونکی محصول انتخابوي.

د اپل تر ټولو قیمتي ساعت به له سرو زرو جوړ وي چې په یو شمیر محدودو پلورنځایونو کې رانیول کیدای شي.