1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اټومي پروگرام پر سر خبرو څخه تمي لږ دي

۱۳۹۱ فروردین ۲۵, جمعه

کارپوهان په دې باور دي، چي د ايران، امريکا، روسېې، فرانسې، انګلستان او چين تر منځ د ايران د اټومي پروگرام پر سر خبري به يوه نتيجه ورکړي.

https://p.dw.com/p/14dZD
انځور: AP

په پلان کي ده چي دغه خبري سبا په ترکيه کي ترسره سي. شپږهيوادونه او په خاص ډول امريکا له ايران څخه غواړي چي د يورانيمو غني کول بند کړي او د نړيوالي اټومي انرژۍ سازمان ته د اټومي دستګاوو د کتو اجازه ورکړي. په ځانگړې توگه تر مځکي لاندي د نتنز د اټومي دستګاه.

په مقابل کي به ئې ايران د انرژۍ د پلاس راوړلو او طبي تحقيقاتي اهدافو له پاره اټومي سوځونکي لولې پلاس راړي، او کيدلای سي ددغه هيواد پرضد نړيوال اقتصادي بنديزونه هم له منځه ولاړسي.

لويديځ پر ايران باندي تور لګوي چي په پټه سره اټومي بم جوړوي، خو ايران دغه تورونه ردوي او وايي چي له اټومي پروګرام څخه د سوله ييزو موخو په خاطر استفاده کوي.

ايران په دې عقيده دئ چي هر هغه کوښښ چي ددغه پروګرام د محدودلو په خاطر تر سره کيږي، هغه ددغه هيوادو د ملي حاکميت سره په ټکر کښي لويږي. ايران چي په دې منځ کښي د اټومي سوځونکو لولو ريزرف لري، د نړیوالي ټولني عين پيشنهادونه د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ کښي لا رد کړي ول. هغه وخت د اټومي پروګرام پر سر خبري بې نتيجې پاي ته ورسيدلې.

که څه هم د ترکيې له اوسنۍ غونډي څخه به هم ډير څه پلاس رانسي، خو ډيری ناظرين په دې عقيده دي چي بله لار هم نسته. د امريکا دمتحده ايالاتو د بهرنيوچارو وزارت د ايران د مسايلو پخوانی مرستيال جان ليمرت دويچه ويله راډيو ته په دې اړه وويل:

«که څه هم پخوانيو خبرو ښه نتيجه نه ده ورکړې، خو پخپله دا ددې له پاره يو دليل دئ چي خبرو ته بايد ادامه ورکول سي.»

اوسنۍ خبري د اقتصادي بنديزونو او نظامي اخطارو تر سايې لاندي تر سره کيږي. ډيرو هيوادونو له ايران څخه تيل رانيول بندکړي دي او ايراني بانکونه له نړيوال مالي بازار څخه پرې سوي دي. اسرائيل د ايران د اټومي پروګرام له کبله دا نه ردوي چي پر دغه هيواد باندي نظامي حمله کوي. خو تر اوسه پوري ايران دغو ټولو تهديدو ته نه دی تسليم سوی.

د ايراني تلويزيون په حواله جمهوررئيس محمود احمدي نژاد په ترکيه کښي د خبرو تر شروع کيدو لږ دمخه ويلي دي:«هر هغه څوک چي د ايراني ولس حقوق تر پښو لاندي کوي، پرخپل ځای به کښينول سي او داسي غوږ پيچ به ورکړل سي چي د خپل کورلار لا ورکه کړي.»

خو ناظرين معتقد دي چي اصلي صلاحيت د احمدي نژاد نه، بلکي د روحاني رهبر ايات الله علي خامنه اي پلاس کښي دئ. او کيدلای سي چي خامنه اي اصلأ و نه غواړي چي خپل دريځ ته تغير ورکړي. ځکه چي دی پوهيږي چي د امريکا سره دوستي به د ايران د اسلامي انقلاب وروستی فصل هم وتړي. په دې صورت کښي د اسلامي انقلاب ارزښت تر سوال لاندي راځي او يبا به نو رژيم خپل مشروعيت له لاسه ورکړي.

جيفيرسون/ محمد قاسم نوري
کتونکی: نجيب الله زیارمل