1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اټومي انرژۍ نړيواله اداره: ايران د اټومي وسلو د جوړولو هڅي کړي

۱۳۹۰ آبان ۱۸, چهارشنبه

دغي ادارې تيره ورځ په ويانا کي په خپل يو بې ساري راپور کي وويل، چي ايران « تر تيرکال پوري د اټومي وسلو په جوړولو لگيا وو». اسراييلو ويلي، چي پر ايران باندي د حملې احتمال وار په وار را نزدې کيږي.

https://p.dw.com/p/137D9
«ايران ددې وسلو د انفرادي آزموينو کوښښونه ئې کړي دي.»
«ايران ددې وسلو د انفرادي آزموينو کوښښونه ئې کړي دي.»انځور: dapd

د دغه رپوټ په خپرېدو سره په لومړي سر کي په اسراييلو کي د خبرداری زنګ وږغول سو. د اسراييلو د حکومت مخالفي مشري، زيپي ليفني وويل، د ايران پر ضد د اقداماتو له پاره د هغې هيواد له نړيوالي ټولني سره همکارۍ ته چمتو دی.

هغې وويل، نړۍ بايد پرې نه ږدي چي ايران د اټومي وسلو خاوند سي. د کديمه د ګوند مشري  وويل:« کله چي د نړي له سترګو رشتيا پټ کړای سي، اسراييل بايد نړۍ و هڅوي تر څو د ايران مخه ونيسي.»

« دا يوازي د اسراييلو ستونزه نه ده. دا د ټولي نړۍ ستونزه ده. آزاده نړۍ بايد سره يو ځای سي تر څو په هستوي وسلو سمبال ايران مخنيوی وسي. اوس د عمل کولو وخت دی.»

د اټومي انرژۍ د نړيوالي ادارې تر رپوټ مخکي د اسراييلو په رسنيو کي د ايران پر ضد د پوځي اقدام اټکلونه خپاره سوي.

د اسراييلو ولسمشر شيمون پيرس د اونۍ په پيل کي وويل: « د ايران د اټومي دستګاوو پر ضد د اسراييلو او نورو هيوادونو د حملې احتمال وار په وار را نزدې کيږي.»

خو د اسراييلو د دفاع وزير، ايهود بارک پرون هڅه وکړه چي له ايران سره د يو سمدلاسه جګړي د خطر په هکله انديښيني له منځه يوسي. بارک د اسراييلو راډيو ته وويل:

« جګړه کومه مېله نه ده. موږ جګړه نه غواړو.» هغه يادونه وکړه: « اسراييلو تر اوسه پوري د پوځي اقدام له پاره تصميم نه دی نيولی.»

د رسنيو د رپوټونو له مخي برتانيې داسي، ښوولې چي، گويا دغه هيواد به د ايران پر ضد د امريکا د متحده ايالاتو له پوځي اقدام څخه ملاتړ وکړي.

خو فرانسې، روسيې او آلمان په خپل غبرګون کي د جګړې پر ضد خبرداری ورکړی او ويلي يې دي، چي جګړه به ډيري بدي پايلي ولري.

د روسيې ولسمشر ديميتري ميدويديف د ايران سره د اټومي شخړي په موضوع کي اسراييلو او نورو دولتونو ته خبرداری ورکړی، چي « لفظي شخړي دي په جګړه نه بدلوي.»

هغه تيره ورځ په برلين کي د المان د ولسمشر کريستيان وولف سره په يو مطبوعاتي کنفرانس وويل:

« په منځني ختيځ کي د سولي پروسه له خنډ سره مخامخه ده. کوم پرمختګ نه ليدل کيږي. نو زما په نظر، ښه به دا وي، چي له زغم څخه کار واخيستل سي او په پوره حوصلې سره د منځني ختيځ، د ايران د اټومي پروګرام  او د سيمي پر نورو ستونزو خبري وسي، نه دا چي د حملو خبرداری ورکړل سي. دا ټول ښايي په يوې ستري جګړې بدل سي، چي د منځني ختيځ له پاره به يو ستر مصيبت وي.»

د اټومي انرژۍ نړويالي ادارې، چي مرکز ئې د اتريش په پلازمېنه ويانا کي دی، پرون د ايران د اټومي پروګرام  په هکله خپل يو بې ساري مفصل رپوټ خپور کړی.

په رپوټ کي ويل سوي دي، چي ايران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کړي او ددې وسلو د انفرادي برخود آزموينو کوښښونه يې کړي دي.

په پخوانيو رپوټونو کي يوازي دومره ويل سوي ول، چي ايران د يورانيم او پلوتونيم د توليد هڅي کړي. ددغو موادو څخه د اټومي وسلو په جوړلو کي کار اخيستل کيدای سي.

په نوي رپوټ کي ويل سوي دي، چي ايران هڅه کړې هستوي سرګلولې په راډيواکتيف موادو ډکي کړي او د هغو توغنديو ته وده ورکړي.

ايران لا تر اوسه ددې څخه چي د اټومي پورګرام هدف ئې د هستوي وسلو جوړول دي انکار کوي او په عيني وخت کي د نړيوالو ګواښونو په وړاندي هم بې پروا ښکاري.

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په يوه وينا کي ويلي دي، چي هيواد به ئې خپل پروګرام ته دوام ورکړي. احمدي نژاد اسراييلو او امريکا ته هم د ايران پر ضد د حملو د ناخوالو عواقبو خبرداري ورکړی.

د اټومي انرژۍ د نړويالي ادارې د رپوټ تر خپريدو وروسته د امريکا متحده ايالات او متحدين ئې د ايران پر ضد د نوو سختو بنديزونو لګولو ته تياری نيسي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل