1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايټاليا په فضا کي د نشه يي مواد ستونزه

مسعود جهش (دني ميتزمن)۱۳۹۱ دی ۶, چهارشنبه

یوه څېړنه ښيي چې د ایټالیا د اتو ښارونو اوسیدونکي په ناآګاهانه ډول کوکائين او نور نشه يي مواد تنفسوي. خو په هوا کې د مخدره موادو غلظت دومره نه دی چې څوک نشه کړي.

https://p.dw.com/p/178wG
Marijuana joints are smoked openly at London's annual cannibis festival, Saturday June 5, 2004, as protest againt the illegal status of the drug. (AP Photo/John D McHugh) Danke
Frau mit Jointانځور: AP

په روم  کې د اتموسفير د کثافت د څېړنې ادارې وروستی تحقیق ښيي چې د ایټالیا په اتو ښارونو کې په هوا کې کوکائين او نور نشه يي مواد گډ دي.

له دې څېړنې معلومیږي چې د دغو ښارونو په هوا کې دوه ډوله قانوني نشه يي مواد چې کافیین او نیوتین دي او دوه ډوله غیر قانوني نشه يي مواد چې کوکائين او کانابینوایدس دي، موجود دي.

د دې څېړنې د ترسره کولو له پاره ساینس پوهانو د یوه کال له پاره د دغو اوو ښارونو هوا هره ورځ څیړلې ده.

د بولوګنا د ښار فضا د هغه دود له کبله چې دغه ښار ته نزدې پورته کيږي خړه شوې ده. دغه خړه هوا له «ماتو شوو مادو» چې سایسن پوهان ورته PM هم وايي جوړه شوې ده.

که څه هم په اصل کې PM له طبعي منابعو تولیدیږي، خو په ښارونو کې بیا د موټرو او فابریکو دود د PM په جوړولو کې لوی رول لوبوي.

د بولوګنا د سیمه ییز چاپیریال ساتنې د ادارې یوې غړې کریستینا ولتا دويچه ويله ته ویلي دي، هغه وخت چي په دغه سیمه کې PM وڅیړل شو نو ساینس پوهان دې نتیجې ته ورسیدل چې باید هغه تر خپل کنترول لاندې راولي.

هغې زیاته کړې ده: «دغه ډول څیړنې د دې له پاره ډیر اهمیت لري چې په ترڅ کې يې ستونزي پیژندل کیږي او د دې پرځای چې ورباندي سترګې پټې شي، د هغوی د حلولو هڅې کیږي.»

سایسن پوهانو لومړی په اوبو کې څلور ډوله نشه يي مواد وموندل او بیا یې وروسته په هوا کې خپلي څېړني پیل کړې. په اروپا کې یوازې په هسپانيه کې دې ته ورته څیړنې شوي دي. اغلې ولتا وایي چې هغه هیله لري چې په راتلونکې کې هم دې ته ورته څیړنې وشي.

میرمن ولتا وایي چې په دې برخه کې باید څیړنې دوام پیدا کړي او خلک باید د PM د تنفسولو پر اغیزو باندي خپل ځانونه پوه کړي.

خلک ډیر حیران نه دي

د ایټالیا د هغو ښارونو اوسیدونکي چې دغه څیړنه پکښې ترسره شوې ده، دې خبري ډیر حیران کړي نه دي چې په هغه هوا کې چې دوی یې تنفسوي، کوکائين او کفیین موجود دي.
 
د دغو ښارونو یوه اوسیدونکي وویل: «د هغو خلکو شمیر چې د بنگو بوټي استعمالوي ډیره لوړه ده.» خو ټول خلک بیا بې اعتنا نه دي. یوه سړي وویل چې د څیړنې دغو پایلو هغه د نشه يي موادو د استعمال په اړه ډیر اندیښمن کړی دی.

هغه وایي چې د بېلګې په توګه باید د بولوګنا په ښار کې د نشه يي موادو د استعمال په برخه کې لا سخت تدابیر ونیول شي.