1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايشريشا کولي بکتريا، تر اوسه ۱۶ تنه وژلي

۱۳۹۰ خرداد ۱۲, پنجشنبه

ددغي انسان وژونکي بکتريا له امله چي د سخت اسهال لامل ګرځي په آلمان کي د ناروغانو او مړو شمير نور هم ډير سوی. خو د اروپايي اتحاديې کمېسيون وايي چي د هسپانيې په بادرنګو او ترکاريو کي دا بکتريا نه ده پيدا سوې.

https://p.dw.com/p/11T2o
د ايشريشا کولي بکترياوي
د ايشريشا کولي بکترياويانځور: picture-alliance/dpa

دغه بکتريا په آلمان او د اروپايي اتحاديې په نوروغړو هيوادونو کي دوې اونۍ د مخه دوو خپره او تر اوسه پوري يې 470 تنه انسانان ناروغه کړي او 16 تنه يي وژلي دي.

په لومړی سر کي المان ادعا کوله چي دغه بکتريا د هسپانيې په بادرنگو کي ده. خو اوس په بروکسل کي د عامي روغتيا کميساره وايي چي وروستيو طبي څيړنو ښودلي چي، په هسپانيوي ترکاريو کي د «ايشريشا کولي» بکتريا نه ده موندل سوې.

د اروپايي ټولني د کرهڼي او مالدارۍ د چارو کميساره، داسيان سيولوز، وايي چي اوس ددې تلاښ بايد وسي چي د مصرف کونکو اعتماد بيرته تر لاسه سي.

«زه فکر کوم چي اوس بايد يو پر بل انتقاد و نه کړو. تقريباًټول توليد کونکي هغه مقررات چي ټاکل شوي دي مراعاتوي. خو هغوی اوس د ناحقي ملامتيا له امله له سخت تاوانو سره مخامخ سوي دي.»

د اروپايي اتحاديې د دي ډاډ سره سره چي د هسپانيې په ترکاريو او سبو کي دايشريشا کولي بکتريا نه ده موندل سوې، روسيي د اروپايي اتحاديي له غړو هيوادونو څخه د ترکاريو او نورو سبو واردول بند کړي دي.

د اروپايي اتحاديې د عامي روغتيا کميسار دالي د «ايشريشا کولي» بکتريا ډيره خطرناکه بللې چي د ويني لرونکي اسهال لامل ګرځي. دغه بکتريا ‌ذهرجن خصوصيت لري چي په کولمو کي لږ تر لږه درې ذهجرني حجرې جوړوي او د کولمو د التهاب سبب ګرځي.

ددغي اتحاديې د عامي روغتيا کميسار پر آلمان او د هغي اتحاديي پر نورو باندي ږغ کړی چي د نوموړي ميکروب منبع دي ژر تر ژره پيدا کړي.

کريستوف/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل