1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران د اسلامي انقلاب 31 کاله پوره سول

۱۳۸۸ بهمن ۲۲, پنجشنبه

د ايران اسلامي انقلاب په خپل هيجاني تاريخ کښي دوه مختلف تصويرونه لري، چي اصلاً يو دبل سره نه جوړيږي...

https://p.dw.com/p/Lyg7
د ايران جمهورريس محمود احمدي نژاد
د ايران جمهورريس محمود احمدي نژادانځور: ILNA

لومړنی تصوير هغه اميدواره خلګ ښکاره کوي ، چه دډيري ديموکراسۍ ، مدني حقوقو او انساني کرامت دپاره مبارزه کوي ، هغه خلګو چه په ډير جرأت سره يې د شاهي ديکتاتورۍ پر ضد مبارزه وکړه او د هغه د چپه کولو په خاطر يې ډيره قرباني ورکړه . هغه خلګ چه تر دغه خونړي حالت وروسته يې يوه ښه آينده غوښتل ، داسي يوه آينده چه په هيواد کښي يې تعصب او تبعيض نه وي ، خصوصأ په هغه هيواد کښي چه ډير اقليتونه موجود دي .

دوهم تصوير د يوې بدبختي ټولني اوسنی حالت ښکاره کوي ، د غير منظم انقلاب څخه ورکه لار .يو اسلامي حاکميت چه د خپل قدرت د ساتلو په خاطر هر څه ته تيار دی . د بشر د حقوقو تر پښو لاندي کول په ايران کښي يوه عادي موضوع ګرزيدلې ده . د تهران واکمنان د تهديدو ، بنديګرت او حتی اعدامولو د لاري کوښښ کوي چه ناراضي ټولنه وبيروي ، او پدې ډول بيله هغه د له منځه تللي اعتماد شکيدلی تار په زور او اطاعت سره وتړي .

د اسلامي انقلاب تاريخ د تخيلاتو او واقعيتو تر منځ د مبارزې يو تاريخ دی ، د هغه وخت د اميدوارۍاو اوسنۍ مايوسۍ تر منځ . د پخوانيو تخيلاتو څخه راپورته سوي خلګ په مايوسۍ سره تريخ واقعيت ردوي . خو خلګو خپل پخواني شعارونه ندي هير کړسي ، او دوی خپل هغه هدفونه او غوښتني هم ندي هيري کړي ، چه لا تر لاسه سوي ندي .

که دغه دواړه تصويرونه يو دبل سره نه جوړيږي ، خو دوی بيا هم سره ارتباط لري .

که يو انقلاب پر تخيلاتوباندي جوړ سي ، نو دوهم تصوير او حالت حتمي راتلونکی دی . دا هغه کسانو ته ښه معلوميږي ، چه دوې لسيزي يې د اسلامي انقلاب څخه ملاتړ کړی دی ، او ملګري يې وه . يعني مذهبي روشنفکران .خو اوس بيا د ځواني ټولني ږغ راپورته کيږي ، او د هغه دپاره خبره نور د جمهوري رياست پر لانجمنو انتخاباتو باندي نده . خبره د تخيلاتو او واقعيتو تر منځ د ټکر او تصادم ده .

د زرغون ګوند په نامه ګروپ ، د هغو ځوانو ايرانيانو حرکت دی ، چه په اول تصوير کښي د خپلو پلرو او مشرانو د تخيلاتو، او په عين حال کښي د اوسني تصوير د يوه نامعلومه واقعيت پر ضد مبارزه کوي.

خو اسلامي انقلاب نه يوازي خپل اولادونه ، بلکه خپل پلرونه او مشران هم خوري ، او له منځه ورسره وړي . د ايران محبسونه د هغو انسانوانو څخه ډک دي ، چه 31 کاله دمخه د اسلامي انقلاب تر ځنګ ولاړ وه . خو پر 31 مه کليزه باندي ددوی ټول د هغه وخت تخيلات له منځه ولاړل ، او اوس د نه زغميدونکي واقعيت د چپه کيدو مرحله شروع سوې ده .

Faroughi, Jamsheed/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل