1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران حکومت د هيواد له دننه او د باندي څخه تر فشار لاندي دی

۱۳۸۸ مرداد ۴, یکشنبه

د جمهور رييس محمود احمدي نژاد له بياشخړه ايز انتخاب څخه وروسته په ايران کي سياسي کړکيچ نه چوپيږي، هره ورځ د هيواد په دننه او بهر کي حکومت له نوو فشارونو سره مخامخ کيږي...

https://p.dw.com/p/Ixbb
محمود احمدي نژاد او د هغه مرستيال اسفنديار رحيم
محمود احمدي نژاد او د هغه مرستيال اسفنديار رحيمانځور: AP

د ايران سخت دريزه په احمد نژاد باندي په غوسه شوي دي چي ولي خپل مرستيال اسفنديار رحيم مشايي يي د مذهبي مشر، آيت الله علي خامنه يي له امر سره سم له خپلي دندي ګوښه نه کړ.

د ايران دولتي ورځپاڼي، جام جم، د پارلمان له د يو زور ور غړي، احمد توکلي له خولي وويل چي نوموړي په جمهور رييس احمدي نژاد باندي نيوکه کړي، چي د خپل مرستيال چي په عين وخت کي د هغه خپلوان هم کيږي، سمدلاسه له دندي څخه نه دي ګوښه کړي. توکلي وويل: « له بده مرغه هغه دا کار ونه کړ، او ۷ ورځي يا انتظار وايست تر څو چي مشايي خپله استعفاء وکړه. جمهور رييس خپله هغه بايد رخصت کړي واي نا داچي هغه استعفاء ته پريږدي».

همدا راز سخت دريځي کيهان ورحپاڼي هم په خپله يوه تبصره کي احمد نژاد تر نيوکولاندي ونيو او وويل چي د مشايي په ګوښه کولو کي ځڼدوني سره جمهور رييس د ورځپاڼي د خپلي جملي له مخي« د اشتباه مرتکب » شوي دي.

مشايي تيره اوني له خپلي دي يادوني سره، د ايران سخت دريريځه ولسمول چي ويلي ؤ، «ايران د اسراييلو د خلکو دوست دي».

هغه پرون د جمهور رييس د مرستيال په توګه له خپلي دندي څخه استعفاء وکړه، خو احمد نژاد هغه اوس د اجراييه چارو د اداري رييس په توګه نومولي دي

له بلي خوا پرون د نړي په ګوټ ګوټ کي د ايران له مخالف اړخ سره د پيوستون په توګه يو لړ ټولني او لاريونونه جوړ شول. دغو لاريونوو ته د بشري حقونو سازمانونو او د بښني نړيوال سازمان بلنه ورکړي وه.

د سولي د نوبلي د جايزي ګټونکي ديسموند توتو چي له جنوبي افريقا څخه دي، د ايران د حکومت له مخالف اړخ څخه د نړيوال ملاتړ لپاره غږ وکړ:

« د ايران خلک تاسو ته اړتيا لري. په تيرو اونيو کي مونږ د ايران د رژيم په دننه کي د ځينو عناصرو شاهد يو چي د خپلو خلکو پر خلاف په دير وحشيانه توګه يي چلند کړي، هغو خلکو چي غوښتل يي په خپل حکومت کي يو غږ ولري. ډير بنديان شوي او ربرړول شوي دي».

تو تو وويل چي د نړي د خلکو دنده ده چي د ايران د تحولاتو په وړاندي لاس تر زني پاتي نه شي.

د آلمان په برلين کي هم يو شمير خلکو د ايران د حکومت پر ضد په لاريون لاس پوري کړ.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زیارمل