د ايران تاريخي کلتوري شتمنۍ
ايران د کلتوري تاريخ له پلوه د بشريت زانگو ده. د برُنز له عصره نيولې بيا د شاه د سلطنت او اسلامي جمهوريت پوري، د دغه هيواد تاريخ د هغه په کلتوري آثارو کي منعکس سوی دی.
پرسپوليس «تخت جمشيد»
د دغه هيواد په جنوب کي پروت دغه زوړ ښار تر ميلاد۵۲۰ کاله مخکي جوړ سوی دی چي د هخامنشيانو د امپراطورۍ مرکز وو. د تاريخ پوهانو په حواله دغه امپراطوري تر ميلاد۳۳۰ کاله مخکي د يونان مقدوني سکندر له خوا ړنگه او تر ميلاد ۳۲۱ مخکي بيا دغه ښار په بشپړه توگه وسوځول سو. خو تر اوسه ددغه تاريخي ښار د ماڼيو، او منارونو په پاتي شوو کي د هغه وخت عضمت ليدل کيدای سي.
ويجاړ سوی ښار، چغازنبيل
د ايلام امپراتورۍ حاکم، پادشاه اونتاش- ناپيريشا د چغازنبيل ښار، تر ميلاد مخکي ۱۳ مه پيړۍ کې جوړ کړ. ايلاميان به تل د گاونډيو قدرتونو بين النهرين سره په شخړه کي ول، له همدې کبله دغه ښار ډير کلک جوړ سوي وو. د دغه ښار په منځ کي د ايران د زړو مذهبي ودانيو پاتي شوي پراته دي. د هغه د زيارت برج يو وخت ۵۲ متره لوړ وو چي پنځه پوړه يي درلودل.
پاسارگاد
د ايران دغه زوړ ښار د شيراز په شمال ختيځ کي پروت دی چي تر ميلاد مخکي ۶مه پيړۍ کي د دوهم کوروش له خوا جوړ سوی وو. دغه ښار د هخامنشيانو د امپراتورۍ پرمهال د پارس پايتخت وو. په دغه ښار کي تر مځکي لاندي د يخو اوبو يو سيستم پروت وو. په دغه انځور کي د دوهم کوروش مقبره هم ليدله کيږي.
د تاديوس سپېڅلې صومعه
دغه پخوانۍ ارمنۍ صومعه، د ايران د لويديځ آذرباييجان په ولايت کي پرته ده. په عامه ژبه ورته توره کليسا ويل کيږي. ارمني عيسويان په دې باور ول چي دا په ۶۶ مو کلونو کې د تاديوس له خوا، په نړۍ کي لومړنۍ جوړه سوې کليسا ده. په کال کي به يو وار له گاونډيو هيوادونو څخه خلک د هغې ليدلو ته ورتلل.
د تبريز تاريخي بازار
تبريز چي د وريښمو په تاريخي لار کي پروت دی، د ډير وخت له پاره د پارس يو مهم ښار وو. د هغه بازار نه يوازي دا چي د تجارت مرکز وو، بلکي مذهبي او تحصيلي تاسيسات يي هم درلودل. تبريز په ۱۳مه پيړۍ کي هغه وخت لا پسې وغوړيد چي د صفويانو په پايتخت باندي واوښت. وروسته صفويانو پر ټول پارس باندي حاکميت درلود او شيعه مذهب يي د دولتي اسلامي مذهب په توگه اعلان کړ.
په اردبيل کي د شيخ صفي والدين خانقاه
صفي الدين شاعر، عارف او د صفويانو د سلسلې نوم وو. په عين نوم تاريخي ځايونه يي له ۲۰۱۰م کال راهيسي د يونسکو په نړيوالو کلتوري شتمنيو کي داخل سوي. په دغو ودانيو کي د پخواني صوفي مرکز او د نوموړي شيخ مقبره شامله ده. دغه شيخ د آذرباييجان ولايت د لومړنۍ صوفي خانقاه بڼسټ کښيښود او دلته يي کورنۍ هم ژوند کاوه.
د يزد د اور زيارت
د زردښتي مذهب له پاره اور ډير مهم وو. د نوموړي مذهب پلويانو به دغه زيارت د عبادت کولو له پاره نه کاروه، بلکي دا د يوځاي کيدو، راټوليدو، افکارو د تبادلې او تيرو خاطرو د يادولو ځای وو. د زردښتيانو غوړيدلې دوره د دوهمي او اومې ميلادي پيړيو ترمنځ وه.
د پارس باغونه
د پارس باغونه هغه تفريحي ځايونه دي چي په منځنۍ پيړۍ او نوي عصر کي جوړ سوي دي. هغوی په اصل کي د روانو اوبو څنگ ته جوړ سوي، شاوخوا لوړ ديوالونه پرې راگرځيدلې او په منځ کي يي د دوبي ماڼۍ او د اوبو يو حوض هم سته. ددغه ډول باغونو جوړول د پارس د کلتور يوه مهمه برخه ده.
په تهران کي د گلستان ماڼۍ
د قاجاريانو دغه پخوانۍ حکومتي ماڼۍ د اتلسمي پيړۍ په پای کي جوړه سوې. تر اسلامي انقلاب پوري لا هغه د پارس د سلطنت رسمي استوگنځای وو. د ۱۹۲۵ او ۱۹۴۵ کلونو ترمنځ د نوموړې ماڼۍ يوه لويه برخه ويجاړه کړل سوه، تر څو د نوو ودانيو جوړولو ته لاره خلاصه کړي. نن ورځ دغه ودانۍ په يوه تاريخي موزيم اوښتې ده چي له ۲۰۱۳م کال راهيسي د يونسکو له خوا د نړۍ د کلتوري ميراثونو په لست کي شامل سوې ده.
د تهران د آزادۍ برج
د آزادۍ دغه برج ۴۵ متره لوړوالي لري چي د عصري تهران سمبول بلل کيږي. دغه برج په ۱۹۶۹ او ۱۹۷۱ميلادي کلونو کي د ايران د سلطنت د ۲۵۰۰ کاليزي په وياړ، جوړ سوی دی. په هغه وخت کي يي ورته»شاه ياد« وايه. په دغه هنري اثر کي څه د پاسه ۲۵ زره مرمري ډبرې کار سوي دي.