1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په مهاجر کمپ کي د مخدرو موادو او بدلمنۍ بازار تود دی»

آژانسونه/ ا.ا۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبه

د رسنيو د راپورونو له مخي د ايدوميني په مهاجر کمپ کي مجرمو ډلو په جرايمو لاس پوري کړی دی. په دې ترڅ کي د بدلمنۍ او د مخدرو موادو د خرڅلاو راپورونه ورکړل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1IpqQ
د يونان ايدوميني کمپ
انځور: picture-alliance/dpa/A. Babani

د يونان رسنيو د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۶ کال د می ۱۸مه) يووار بيا د ايدوميني په کمپ کي د مجرمو ډلو د فعاليتونو د زياتېدو راپورونه خپاره کړي دي. په راپورونو کي راغلي چي يوې مجرمي ډلې د اورګاډي يوه ډبه په فحاشه خانې بدله کړې ده.

د يوناني رسنيو په راپورونو کي زياته سوې ده چي د شمالي افريقا سره تړاو درلودونکو کسانو په دغه کمپ کي د مخدرو موادو خرڅلاؤ پيل کړی دی. په راپورونو کي راغلي چي انساني قاچاق وړونکي هم هلته موجود دي.

«ګېټو ايدوميني»

د راپورونو په حواله د يونان پوليس په دغه مهاجر کمپ کي دننه حضور نه لري، خو له خېمو څخه جوړ سوي دغه ښارګوټي ته ورته کمپ يې له دباندي کلابند کړی دی. په رسنيو کي د دغه کمپ له پاره د «ګېټو ايدوميني» لغت کارول سوی دی. د «ګېټو» لغت چي منفي معنی لري د اوسېدو هغو ځايونو ته استعماليږي چي د اوسېدني له نورو ځايونو څخه بېل پراته وي.

د يوناني چارواکو په وينا په دغه کمپ کي دمګړی ۹۲۰۰ مهاجر ځای پر ځای دي. خو يوناني رسنۍ د ۱۱۰۰۰ انسانانو خبره کوي چي د ګاونډي هيواد مقدونيا له خوا د سرحد له تړلو راهيسي په دغه کمپ کي دېره دي.

د اورګاډو نيول سوې پټلۍ

د دغه کمپ مهاجر د دې ممانعت کوي چي هغوی د يونان دولتي کمپونو ته انتقال کړل سي. دوی هيله لري چي ښايي د يونان او مقدونيا سرحد بېرته پرانستل سي او دوی به وکولای سي چي د مرکزي اروپا پر لور حرکت وکړي.

د ياد کمپ مهاجرو د دې تر څنګ له تيرو پنځو اونيو راهيسي د اورګاډو يوه داسي پټلۍ هم په خنډونو بنده کړې او هغه يې نيولې ده، چي د يونان د اقتصاد له پاره ډېره مهمه بلله کيږي.

ويل کيږي چي د اورګاډي د پټلۍ نيوونکي مراکشي، افغان، تونسي او پاکستاني مهاجر دي. په دې تړاو د «سکای» په نوم تلويزيوني کانال راپور ورکړ.