1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکرایین د کړکیچ په اړه د امنیت شوری بیړنۍ غونډه

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲۵, دوشنبه

د ملگرو ملتونو د امنیت شوری، د روسیې په غوښتنه یوه بیړنۍ غونډه کړې ده. دغه غونډه تر هغه وروسته روابلل شوه چې کیف مسکو پلوه وسلوالو ته د اوکراین په ختیځ کې د دولتي ودانیو د خالي کولو له پاره ضرب الاجل وټاکه.

https://p.dw.com/p/1BhQC
انځور: Reuters

د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د یکشنبې په ماښام د نیویارک په ښار کې دغه غونډه تر سره کړه، په داسې حال کې چې د اوکرایین او روسیې تر منځ ترینگلتیا لا پسې مخ پر ډیریدو ده.

په ملگرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویټالي چورکن، د یکشنبې په ورځ د امنیت شوری ته په خپلو خبرو کې وویل: «لا تر مخه په دغه ځای کې وینه بهیدنه ادامه لري او باید د دغه څه د لا پراخیدو مخه ونیول شي.» هغه زیاته کړه: «نړیواله ټولنه باید کیف له اقداماتو څخه راوگرځوي او ورته د خپلو تعهداتو د پوره کولو خبره وکړي.»

د یکشنبې په ورځ د اوکرایین موقتي ولسمشر اولکساندر تورچنوف، د روسي پلوو وسلوالو پر ضد «د پراخې کچې د ترهگریزو عملیاتو» د پيلیدو خبره وکړه، خو په هه صورت کې، که چیرې هغوی د اوکرایین په ختیځ کې د دوشنبې تر سهاره د یو شمیر دولتي ودانیو ولکه پای ته و نه رسوي.

دغې اعلان روسیه دې ته اړه کړه چې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د بیړنۍ ناستې غوښتنه وکړي او په وینا یې د اوکرایین له لوري گواښ د دې زیگنال دی چې چمتو ده «د خپلو خلکو پر وړاندې جگړه» پیل کړي.

امریکا پر روسیې باندې د پروپاگنډ تور لگولی

کیف پر دې باور دی چې د دغه هیواد په ختیځ کې د ناکراریو تر شا د روسیې لاس دی او غواړي چې د دغه هیواد په بې ثباته کولو سره په ممکنه توگه هغه سیمې بیرته ونیسي چې د پخواني شوري اتحاد د پاشل کیدو پر وخت یې له لاسه ورکړې وې. دغه وضعیت په کریمیا کې د مسکو وروستۍ اقداماتو سره پرتله کیږي، چې په پایله کې یې د تورې بحیرې دغه نیمه ټاپو له اوکرایین څخه بیل شو.

د یکشنبې په ورځ په ملگرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیرې سمنتا پاور، مسکو د دغه اروپایي هیواد په بې ثباته کولو تورن کړ. هغې په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «دا یو ډول خواشینونکي بې ثباتي ده. دا په بشپړه توگه د یوه کس له خوا رامنځ ته شوې ده. دا د روسیې له خوا لیکل شوې او طراحي شوې ده.»

په ملگرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیره، سمنتا پاور
په ملگرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیره، سمنتا پاورانځور: Don Emmert/AFP/Getty Images

په ملگرو ملتونو کې د بریتانیې سفیر د امنیت شوری ته خپل معلومات وړاندې کړل. مارک لایل گرانټ د امنیت شوری ته په خپلو څرگندونو کې وویل: «د سټلایټ انځورونه ښيي چې د ۳۵۰۰۰ او ۴۰۰۰۰ زرو تر منځ روسي سرتیري د اوکرایين سره په پوله کې ځای پر ځای کړل شوي دي چې د جنگي الوتکو، ټانکونو، توپخانې او د لوژیستیکي قطعاتو له ملاتړ څخه برخمن دي.»

د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن، د اوکرایين پولې ته څیرمه د سرتیرو د ځای پر ځای کیدو په غبرگونو کې روسیې ته د سختو اقتصادي بندیزونو خبرداری ورکړی وو. امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې هم د روسیې پر وړاندې د سختو بندیزونو د لگولو خبرداری ورکړی دی.