1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین کړکېچ دیپلوماتیک حل ته محتاطانه خوشبیني

مسعود جهش (AFP, AP, dpa, Reuters)۱۳۹۲ اسفند ۱۴, چهارشنبه

ولسمشر اوباما او صدراعظمې انگلا میرکل د کریمیا د شخړې د احتمالي حل لارو په اړه شاوخوا یو ساعت خبرې اترې کړې دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هغه له سیاسي لارې د دغې ستونزې د حل «وړوکي چانسونه» ویني.

https://p.dw.com/p/1BKR2
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغه په دې باور دی چې د روسیې او اوکراین تر منځ شخړه اوس هم د نړیوالې ټولنې د عاجلو اقداماتو په پایله کې آرامه کیدای شي. هغه د «راینشه پوست» په نوم آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي:

«اوس هم د دې یو وړوکی چانس شتون لري چې یو نړیوال سیاسي بهیر په کار واچول شي تر څو په کریمیا کې د روسیې او اوکراین تر منځ د ترینگلتیا د ډیریدو مخه ونیسي.»

هغه په عین وخت کې گواښ کړی دی چې وخت کم دی او ژر تر ژره باید پر اقداماتو باندې لاس پورې شي: «وخت په تیریدو دی. د اروپا د ویشل کیدو خطر شتون لري. هر څومره چې دغه کړکیچ دوام کوي، په هماغه اندازه د یوې حل لارې موندل ستونزمنیږي.»

همدا اوس هم د کریمیا د کړکیچ د حلولو له پاره بیلابیلې نړیوالې حلې ځلې روانې دي. د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی رابریت سیري اوس سویلې اوکراین ته رسیدلی دی او همداراز یوه غیر وسلواله پوځي څارونکې ډله هم د اروپا د امنیت او همکاري سازمان له خوا اوکراین ته استول کیږي ترڅو وضعیت له نزدې وڅاري. یوې آلمانۍ ورځپاڼې ویلي دي چې په دې غیر وسلوالې پوځي ډله کې به دوه آلماني پوځیان هم شامل وي.

د میرکل او اوباما تر منځ خبرې

د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو مشران به د پنجشنبې په ورځ په یوې ځانگړې غونډې کې سره راټول شي. دغه غونډه په روانې اوونۍ کې د اوکراین د وضعیت د آرزونې په موخه راغوښتل شوې ده. تر دې غونډې مخکې د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل، د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما، سره د تلیفون له لارې اوږدې خبرې وکړې. د میرکل ویاند وویل چې دغه تلیفونې خبرې اترې د سه شنبې په ورځ ناوخته ترسره شوې دي چې په ترڅ کې د اوکراین د «اندیښنې وړ» وضعیت په اړه خبرې اترې شوې دي.

د سپینې ماڼۍ یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي دي چې اوباما او میرکل له اوکراین څخه د روسيې د وتلو پر پلان باندې خبرې وکړې. په یوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې «دواړو مشرانو د اوکراین د وضعیت د آرامولو پر اهمیت باندې بحث وکړ.»

د خبر پاڼې له مخې میرکل او اوباما د اوکراین د وضعې د آرامولو له پاره دې هیواد ته د نړیوالې څارونکو، د بشري حقونو په برخه کې د څارونکو پر استولو او همداراز د روسیې او اوکراین تر منځ د مستقیمو خبرو اترو پر پیلیدو باندې ټینگار وکړ.

تر دې مخکې ولسمشر اوباما په محتطانه ډول په دې اړه یو څه خوشبیني ښوولې وه چې د اوکراین وضعیت به له دیپلوماتیکې لارې حل شي. هغه ویلي وو: «موږ پر دې موضوع باندې ډیر وخت مصرفوو.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ د اوکراین هغه تورونه رد کړل چې روسیه اوس په مستقیمه توگه د کریمیا د کنترول په لاس کې نیولو کې ښکیله ده. پوتین ټینگار وکړ چې یو شمیر سیمه ییزو اوسیدونکو له خپل ځان څخه د دفاع کولو په موخه یو شمیر پوځي اډې او دولتي ودانۍ محاصره کړې دي.

اوکراین ته د کیري سفر

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د سه شنبې په ورځ د اوکراین پلازمینې کیف ته ولاړ او د کریمیا په برخه کې یې د روسیې پر اقداماتو سختې نیوکې وکړې. کیري وویل چې د روسیې کړنې په یوویشتمې پیړۍ کې د G8 یوه غړي هیواد سره نه ښایي. اوس روسیه د G8 مشري پر غاړه لري.

امریکا متحده ایالاتو لا وختي ویلي دي چې که د کریمیا وضعیت بدلون و نه مومي نو په راتلونکې جون میاشت کې به په سوچي کې د دې ډلې په سرمشریزه کې گډون و نه کړي. کیري اوکراین ته په خپل سفر کې له دې هیواد سره د انرژۍ د رانیولو په برخه کې د یوه میلیارد ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب