1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراین کې د روسیې په گټه نوې مظاهرې

مسعود جهش (AFP, dpa, Reuters, AP)۱۳۹۳ فروردین ۱۸, دوشنبه

د اوکراین په خیتځ کې روسيه پلوو مظاهره کوونکو درې سیمه ییزي دولتي ودانۍ نیولې دي. د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د دغه هیواد موقت ولسمشر الکساندر ترچینوف خپل یو بهرنۍ سفر لغو کړی دی، څو دغه موضوع وڅېړي.

https://p.dw.com/p/1Bd2Z
انځور: picture-alliance/dpa

د یکشنبې په ورځ ډیر شمیر روسي پلوو مظاهره کوونکو د اوکراین په ختیځو ولایتونو دنيڅک او لوگانسک کې پر دولتي ودانۍ باندي هوجم وروړی. د اوکراني رسنیو په حواله په دې پیښه کې درې کسان ټپیان شوي دي.

سیمه ییزو رسنیو ویلي دي چې په خارکوف ښار کې هم ورته ناآرامۍ رامنځ ته شوي دي. د اوکراین تلویزیون ویلي دي چې د لوگانسک مظاهره کوونکو له روسیې سره د یوځای کیدو په اړه د یوې ټول پوښتنې د تر سره کېدو غوښتنه کوله. تر دې مخکې په کریمیا کې دغه شان یوه ټول پوښتنه ترسره شوې وه چې په پایله کې یې دغه سیمه له روسیې سره یوځای شوه.

د اوکراین پارلمان د رسنیو څانگې ویلي دي چې اوس ترچینوف د رامنځ ته شوي وضعیت په اړه له امنیتي مسئولینو سره غونډه کوي. د رویترز خبري آژانس په حوال د اوکراین موقت ولسمشر لیتوانیا ته خپل سفر د رامنځ ته شوي وضعیت له کبله لغو کړی دی.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ارسین اواکوف، ویلي دي چې پولیس به پرته له تاوتریخوالي په دواړو ښارونو کې بیرته امنیت ټینگ کړي. هغه ادعا وکړه چې د اوکراین پخواني ولسمشر ویکتور یانوکویچ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، دغه مظاهرې راپارولي دي. هغه زیاته کړې ده چې د مظاهرو لگښت او امر هم د همدغو چارواکو له خوا ورکړل شوی دی. هغه زیاته کړې ده: «هغه کسان چې راټول شوي دي [مظاهرې کوي] شمیر یې ډیر نه دی، خو هغوی ډیر له تاوتریخوالي ډک دي.»

په دنيڅک کې شاوخوا ۵۰ تنو مظاهره کوونکو چې ځینو يې له ځان سره ډانگان لیږدول د سیمه ییزو حکومت ودانۍ ته ننوتل. دغه وخت پولیس هم په سیمه کې موجود ول. مظاهره کوونکو د ودانۍ پر دوهم پوړ د روسیې بیرغ او یوه شعار وځړاوه چې ورباندي لیکل شوي ول: «د دنيڅک جمهوریت». په دغه وخت کې تر ودانۍ دباندي نزدې ۱۵۰۰ نور مظاهره کوونکي هم موجود ول چې د روسیې په گټه یې شعارونه ورکول.

د لوگانسک په ښار کې بیا په سونو مظاهره کوونکو د اوکراین د امنیتي ادارې SBU دفتر محاصره کړ او د ۱۵ تنو روسي پلوو بندیانو د آزادیدو غوښتنه یې وکړه. په دې ځای کې هم یو شمیر کسانو د ودانۍ دروازه ماته کړه او یو شمیرو نورو کسانو بیا په ډبرو د ودانۍ ښیښې وویشتلې. پولیسو د مظاهره کوونکو پر ضد له اوښکې بهوونکي گاز څخه کار واخيست.
د اوکرایني رسنیو په حواله په دغو پیښو کې دوه تنه مظاهره کوونکي او یو تن پولیس ټيي شوی دی.

احتمالي سازمان ورکوونکي نیول شوي دي

د شنبې په ورځ د اوکراین امنیتي سازمان ۱۵ تنه په دې تور نیولي ول چې هغوی غوښتل په لوگانسک کې واک په لاس کې ونیسي. دې سازمان ویلي دي چې له دغو کسانو څخه یې یو شمیر وسلې هم نیولې دي چې پکښې ۳۰۰ اتوماتې وسلې او د لاسي بمونو یو گوزارونکی هم شامل دی. په وروستیو وختونو کې د اوکراین په ختیځو برخو کې یو شمیر روسي پلوه مظاهرې ترسره کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب