1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کیف په اخ و ډب کې ۱۸ تنه وژل شوي دي

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۳۰, چهارشنبه

د اوکراین د اپوزیسیون یوه مشر ویتالي کلېتچکو، له ولسمشر ویکتور یانو کوویچ سره خبرې اترې درولي دي او ویلي يې دي چې په هغو کي هیڅ ډول پرمختگ ممکن نه دی. په عین وخت کې مسکو، لویدیځ د اوکراین په بې ثباتۍ تورن کړی دی.

https://p.dw.com/p/1BBLF
انځور: Reuters

د ویتالي کلېتچکو او د اوکراین د ولسمشر ویکتور یانو کوویچ تر منځ خبرې اترې د یوې خونړۍ ورځې پاې ته رسیدو وروسته تر سره شوې. د کلېتچکو د وینا له مخې له دغو خبرو اترو څخه هغه وخت ووت، کله چې یانو کوویچ په پلازمینه کیف کې د آزادۍ څلور لارې چې د میدان په نوم هم یادیږي پرته له کوم قید او شرط څخه د تخلیه کولو غوښتنه وکړه.

کلېتچکو په خپلو خبرو کې ویلي دي: «له بده مرغه زه له خبرو اترو څخه کوم ښه خبر نه لرم. حکومت باید په عاجله توگه ځواکونه وباسي او خونړي کړکیچ ته د پای ټکی کښیږدي، ځکه چې خلک وژل کیږي.» کلېتچکو یادونه وکړه: «څرنگه موږ خبرې اترې تر سره کولای شو، چې د وینې بهیدل ادامه ولري؟»

د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبرورۍ ۱۹مه) تر سهار وختي لا دا خبره نامعلوه وه، چې یانو کوویچ به د اپوزیسیون له نورو گروپونو سره د یوه جوړجاړي هڅه وکړي او که نه. یانو کوویچ د چهارشبنې په ورځ ویلي دي چې دی به د اپوزیسیون له مشرانو سره « جلا جلا» خبرې اتر وکړي. البته په دې شرط چی هغوی د احتجاجونو له «سخت دریځو عناصرو» څخه فاصله ونیسي.

د یانو کوویچ او کلېتچکو تر منځ خبر اترې د یوې خونړۍ ورځې تر پای وروسته تر سره شوې. د تیر کال د نومبر د میاشتې راهیسې په پیل شوو احتجاجونو کې دا تر ټولو خونړۍ ورځ وه. د چارواکو د وینا له مخې د اخ او ډب په ترڅ کې ۱۱ ملکي کسان او ۷ تنه پولیس وژل شوي دي. د «کیف پوسټ» په نامه ورځپاڼې بیا د ډزو په پایله کې د ۲۲ تنو د وژل کیدو او په سلگونو کسانو د ټپي کیدو رپوټ ورکړی دی.

د اوکراین پولیسو د سه شنبې په ورځ ناوخته د کیف د آزادۍ پر میدان هجوم وروړ او د بې حسه کوونکو لاسي بمونو، اوښکي بهوونکي گاز او ربړي مرمیو څخه کار واخیست. په دغه ترڅ کې د آزادۍ په میدان کې د احتجاج کوونکو خیمو هم اور اخیستی دی. تر دې د مخه د اوکراین د دولتي خدماتو ادارې احتجاج کوونکو ته ضرب الاجل ټاکلی وو چې یا دې بې نظمیو ته د پای ټکې کښیږدي او یا دې د سختو اقداماتو مقابله وکړي، چې په ترڅ کې یې تاوتریخوالي خونړۍ بڼه خپله کړه.

په کیف کې د احتجاجونو په ترڅ کې د اخ او ډب په پایله کې د ۱۸ تنو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي
په کیف کې د احتجاجونو په ترڅ کې د اخ او ډب په پایله کې د ۱۸ تنو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي ديانځور: Reuters

پر دې سربیره د اوکراین په نورو درو لویدیځو برخو کې د گډوډیو رپوټونه ورکړل شوي دي، په دغو ځایونو کې د یانو کوویچ د پلویانو شمیر کم دی. د پولیسو د وینا له مخې په دوو ښارونو کې احتجاج کوونکو د سیمه ییزو ادارو مقرونه ولکه کړي دي. په عین وخت کې ځایي رسنیو ویلي دي چې د ترینوپېل په ښار کې د پولیسو یو ماموریت سوځول شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جو بایډن، د سه شنبې په ماښام ناوخته یانو کوویچ ته تیلیفون کړی دی او له هغه څخه یې غوښتي دي چې له میدان څخه امنیتي ځواکونه په بشپړه توگه راوباسي.

روسیه پر لویدیځ تور پورې کوي

په عین وخت کې روسیې په لویدیځ تور لګولی دی چې د اوکراین د بې ثباتولو هڅه لري. د سه شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزرات وویل چې « دا روان وضعیت له اپوزیسیون څخه د لویدیځ د ملاتړ نتیجه ده.» په رسمي توګه ماسکو د اوکراین له کورنیو چارو څخه ځان ګوښه ساتلی دی. لوړ پوړي روسي چارواکي کیف ته له سفر څخه ډه ډه کوي. نه ولسمشر ولادیمیر پوتین او نه هم د هغه ګوندي ملګری میدودیف، هغسې غوښتنې کوی چې د لویدیځ د مشرانو له خوا کیږي. روسي مشران حتی نه له حکومت او نه هم له اپوزیسیون څخه غواړي چې دیالوګ ته سره کښیني.

د حکومت مخالفینو د نومبر په میاشت کې وروسته له هغې چې یانو کوویچ له اروپایي ټولنې سره د نزدي والي د یوه تړون له لاسلیکیدو څخه ډډه وکړه، د میدان څلور لارې ته راووتل. ویل کیږي چې یانو کوویچ په ظاهري توگه د روسیې د فشار له امله دغه تړون لاسلیک نه کړ.