1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین پارلمان پوځي قانون تصویب کړ

۱۳۹۷ آذر ۶, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې روسیې د کریما نیمه ټاپو ته څیرمه رامنځ ته شوې پيښې له پاره اوکراین تورن کړ. خو مسکو په دغه اقدام کې یوازې پاته شو. په عین وخت کې د اوکراین پارلمان د ۳۰ ورځو له پاره پوځي قانون تصویب کړ.

https://p.dw.com/p/38xUB
Ukraine Kiew Präsident Petro Poroschenko
انځور: Reuters/Handout Ukrainian Presidential Press Service/M. Markiv

په ازوف سمندرګې کې د روسیې او اوکراین د سمندري کښتیو یو بل ته تر مخامخ کیدو وروسته د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې روسیه له سخت مخالفت سره مخامخ شوه. د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د امنیت شورا په یوه بیړنۍ غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو سفیري نیکي هیلي وویل چې دغه پيښه د اوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا څخه سخته سرغړونه وه. د هغې په خبره د روسیې «دغه ډول غیر قانوني کړني» د متحده ایالاتو د ولسمشر له پاره دا ناممکنوي چې له مسکو سره اړیکي عادي کړي.

د کیف ملاتړ

په امنیت شورا کې د اروپایي اتحادیي غړو هیوادونو ډلګۍ آلمان، بریتانيا، فرانسې، پولنډ، هالنډ، سویډن، بلجیم او ایټاليا تر غونډې وروسته د اوکراین ملاتړ څرګند کړ. په یوه بیانیه کې دغو هیوادونو د محتطانه چلن او ترینګلتیا د کمیدو له پاره غږ کړی او په عین وخت کې یي د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا پر رسمیت پيژندلو باندې ټینګار کړی دی. په ملګرو ملتونو کې د اوکراین استازي ولاديمير ايلچينکو پر روسيې باندي د سختو بندیزونو لګولو غوښتنه کړې. نوموړي پر نورو سربیره د روسیې د حکومتي لوړ پوړو چاوراکو د بانکي حسابونو د کنګلولو غوښتنه وکړه.

روسیې پر اوکراین د خپلو پولو د نقضولو تور پورې کړ. په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي دیمتري پولیانسکي غوښتل دغه ټکی د امنیت شورا د غونډې موضوع وګرځوي. خو د امنیت شورا ۱۵ غړو له ډلې څخه اکثریت یي دغه غوښتنه رد کړه چې پر نورو سربیره پکښې متحده ایالات، بریتانیا او فرانسه شامل وو.

USA Dringlichkeitssitzung UN-Sicherheitsrat Konflikt Ukraine Russland
انځور: picture-alliance/dpa/S. Wenig

د ناټو غبرګون

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ له روسیې څخه غوښتي دي چې ژر د اوکراین نیول شوې کښتې پریږدي او نیول شوې عمله یي آزاده کړي. په بروکسل کې د ناټو – اوکراین کمیسیون د غونډې تر ختمیدو وروسته هغه وویل چې د دغه پوځي اتحاد ټول غړي د اوکراین او د هغې د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي. د ستولتنبرګ په خبره «هغه څه چې موږ پرون [د یکشنبې په ورځ] ولیدل ډیر جدي وو.» اوکراین په ناټو کې نه دی شامل خو د دغه سازمان د غړيتوب د ترلاسه کولو له پاره هڅې کوي.

د دواړو لورو له خوا تورونه

تر دې دمخه د روسيي د پولې د څارنې کښتیو د کریمیا نیمه ټاپو ته څیرمه په تور سمندرګي کې د اوکراین درې سمندري کښتۍ ویشتلې وې چې په پایله کې يي درې تنه ټپیان شوي هم دي. په پای کې په کرچ تنګې کې روسیې دغه درې سره کښتۍ ضبط کړي هم دي.

په داسې حال کې چې کیف د یوه پوځي تیري یادونه کوي، د روسیې استخباراتي ادارې اف اس بي، ویلي دي چې اوکراینۍ کښتۍ د روسیې اوبو ته په غیر قانوني توګه ننوتې وې. د اف اس بي، په وینا له دغو کښتیو د دریدو غوښتنه وشوه خو د اوکرایني کښتیو عملې و نه منله.

د ۳۰ ورځو له پاره پوځي قانون یا مقررات

د روسیې له لوري وروستیو تحولاتو په پام کې نیولو سره د اوکراین پارلمان د دغه هیواد په ځینو برخو کې د ۳۰ ورځو له پاره د پوځي قانون یا مقرراتو نافذیدل تصویب کړل.

دغه قانون د اوکراین د ولسمشر پېترو پورو شینکو له لوري د یوې غوښتنې په پایله کې د تودو بحثونه وروسته تصویب شو. پورو شینکو په یوه تلویزوني وینا کې د دغه قانون په پلویتوب د رای ورکولو خبره کړې وه. هغه ویلي وو چې د دې مقرراتو نافذیدل اړین دی، څو په دې سره اوکراین وکولاي شي بې له کوم ځنډه خپله دفاع پیاوړي کړي او د تیرې د یوې پيښې په صورت کې ژر غبرګون وښوولی شي. دغه پوځي قانون به د چهارشنبې له ورځې څخه نافذ شي.