1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیلتون غوښتونکي: ریفرنډم نه ځنډوو

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبه

د اوکراين په ختیځ کې بیلتون غوښتونکو ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ پلان شوی ریفرنډم یا ټولپوښتنه به تر سره کړي. له دې سره سره، چې د روسیې ولسمشر د بیلتون غوښتونکو او کیف تر منځ د یوه ډیالوگ غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/1Bvfg
انځور: Vasily Maximov/AFP/Getty Images

په اوکراین کې د حکومتي ځواکونو سره له اونیو راهیسې د روان خونړي اخ او ډب وروسته د بیلتون غوښتونکو مشرانو ویلي دي چې دوی به د یکشنبې د ورځې له پاره پلان شوی ریفرنډم تر سره کړي. دغو کسانو چې ځانونه یې پخپله د بیلتون غوښتونکو مشران نومولي دي، د پنجشنبې په ورځ د سلاویانسک او دونېڅک په ښارونو کې خبریالان له دغې پریکړې څخه خبر کړل.

تر دې دمخه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د ریفرنډم له پلویانو څخه غوښتي وو چې په اوکراین کې د تاوتریخوالي د لمن د پراخیدو له کبله د دغه ریفرنډم تر سره کیدل وځنډوي. د بیلتون غوښتونکو په اړه فکر کیږي چې له روسیې سره د نزدي اړیکو غوښتونکي دي او ممکن له روسیې سره الحاق وکړي. خو داسې ښکاري چې په ظاهري توگه د یوه ډیالوگ د تر سره کیدو غوښتنه د هغوی پر پلان باندې کوم اغیزه نه وي لرلي.

د بیلتون غوښتونکو مشر دینس پوشلین، ویلي دي: «موږ په ولسي شورای کې رایې وکاروله...د ریفرنډم نیټه سل په سلو کې تائید شوه. دغه ریفرنډم به د مې میاشتې پر ۱۱مه نیټه تر سره شي.»

د دغه اعلان تر مخه په کیف کې مؤقتي حکومت، په ختیځ اوکراین کې له سیاسي اپوزیسیون سره د یوه ډیالوگ د تر سره کیدو سره لیوالتیا ښوولې وه. خو هغوی له «ترهگرو» سره ډیالوگ رد کړی وو. دغه اصطلاح د وسله والو یاغیانو له پاره کارول کیږي چې د یو شمیر ښارونو کنترول یې په لاس کې اخیستی دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي دي: «له ترهگرو سره ډیالوگ ناممکن او نا قانع کوونکی دی.» پر دې سربیره د کیف له لوري پوځي عملیاتو ته د ادامې ورکولو ژمنتیا ښوول شوې وه، چې موخه یې له اشغال شوو دولتي ودانیو څخه د یاغیانو ایستل دي.

د روان میلادي کال په مارچ میاشتې کې له روسیې سره د اوکراین د نیمه ټاپو کریمیا له الحاق وروسته، د کیف د مؤقتي حکومت مخالفینو د دغسې یوه ریفرنډم د تر سره کیدو غوښتنه وکړه، څو د اوکراین ختیځ ته ډیره خپلواکمني ورکړل شي. دغه ریفرنډم یا ټولپوښتنې ته له روسیې سره د دغه سیمې د یو ځای کیدو د یوه مخکني گام په سترگه کتل کیږي.

کیف او لویدیځ هیوادونه دغه ټولپوښتنه ردوي او دغه یو غیر مشروعي او غیر قانوني گام بولي. پر دې سربیره هغوی پر مسکو تور پوري کوي چې د ختیځ اوکراین په سیاست کې لاسوهنه کوي او د تاوتریخوالي ځینې پيښې همغږي کوي.

شتاین مایر: د پوتین لهجه «رغونکي» ده

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې د ورځې څرگندونې رغوونکي بللي دي او هیله یې څرگنده کړې ده ښایي دغه څرگندونې به د کړکیچ د زیاتیدو په مخنیوي کې مرسته وکړي. ډیرې خلک داسې اندیښنه لري چې ښای دغه کړکیچ په یوه جگړه واوړي. شتاین مایر په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «وضعیت کړکیچن دی، خو اوس هم د دې چانس شته چې موږ د دیپلوماسۍ له لارې د کړکیچ د لا غځیدو او پر ختیځ اوکراین باندې د بشپړ کنترول د لاسه ورکولو مخه ونیسو.»

روسي سرتیري

دا خبره لا تر اوسه روښانه نه ده چې روسي سرتیري د اوکراین د سویل لویدیځ پولې په اوږدو کې اوس هم ځای پر ځای دي او که نه. دا په داسې حال کې ده چې ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې دغه سرتیري له نوموړې سیمې څخه نورو سیمو ته لیږدول شوي دي، خو بیا وروسته ناټو او پېنتاگون وویل چې داسې کومې نخښې نښانې نه لیدل کیږي.