1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکرايين پر ختيځ د روسيې د احتمالي يرغل په اړه د غربي چارواکو خبر داری

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ فروردین ۴, دوشنبه

د اوکرايين او يو شمېر غربي هيوادونو چارواکو د اوکرايين په ختيځ کي د روسي ځواکونو د راټولېدو په اړه اندېښنه ښوولې ده. دوی پر دغه سيمه باندي د روسيې د احتمالي يرغل په اړه خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1BUhi
انځور: picture-alliance/AP Photo

د يوشمېر غربي هيوادونو چارواکو د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۲۳) د اوکرايين پر صنعتي زړه باندي د روسيې د احتمالي پوځي يرغل په اړه سخته اندېښنه وښووله. د ناټو يو لوړ پوړي قوماندان هم ويلي دي چي د اوکرايين په ختيځ کي سرحد ته نژدې د روسيې ځواکونو حضور د ملاحظې وړ دی او د يوه يرغل احتمال سته.

د فرانسې د خبري آژانس د راپور له مخي دغه خبرداری يوه ورځ تر هغه وروسته ورکول کيږي چي روسيې ځواکونو په کريميا کي د اوکرايين وروستۍ پوځي اډه هم تر خپل کنترول لاندي راوستله.

د اوکرايين د نوي حکومت چارواکو اندېښنه ښوولې ده چي د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين له هغه وروسته چي امريکا متحده ايالاتو او اروپايي ټولني پر روسيې چارواکو باندي بنديزونه ولگول، د هيواد د پراخېدو په برخه کي به د اوکرايين يو شمېر نوري سيمي هم په خپل قلمرو کي راولي.

د اوکرايين له ختيځ سرحد سره د روسيې لښکر

د اوکرايين د دفاع او امنيت شورا رئيس اندری پاروبي، د يکشنبې په روځ په يوه عمومي بيانيه کي په کيف کي وويل: «د پوتين هدف يوازي د کريميا تصرف نه دی، هغه د ټول اوکرايين د نيولو پلان لري. ځواکونه يې سرحد ته نژدې په کمين کي دي او هره شېبه دې ته تيار دي چي پوځي يرغل وکړي.»

د ناټو يوه لوپوړي قوماندان جنرال فيليپ بريدلاو، هم خبرداری ورکړی دی چي د اوکرايين په ختيځ کي د روسي ځواکونو حضور د اندېښنې وړ دی. هغه زياته کړې ده چي روسيه کولای سي د ترانس نيستريا، سيمه چي د روسيې د مولداوي سيمه څخه د جلا کېدو غوښتنه کوي هم تر گواښ لاندي راولي. هغه دغه راز د اوکرايين په جنوب ختيځ کي د روسيې د ځواکونو مانورې هم د «اندېښنې» وړ وبللې.

د اوکرايين د «سره پاشلو» په اړه اندېښنې

د اوکرايين د بهرنيو چارو نوي وزير اندری دېشيڅا، د يکشنبې په ورځ په يوه تلويزيوني مصاحبه کي خبرادری ورکړ چي «موږ نه پوهيږو چي پوتين په سر کي څه لري او څه تصميمونه به ونيسي. ځکه نو سړی ويلای سي چي شرايط اوس تر هغه يوې اوونۍ مخکي په مراتب سره د سره پاشلو خوا ته روان دي.»

تر دغو اندېښنو څو ساعته وروسته کرملين د ولاديمير پوتين او انگيلا ميرکل ترمنځ تليفونو خبرو په اړه يوه بيانيه خپره کړه. کرملين په دغه بيانيه کي د اوکرايين جنوب ختيځ ته چيري چي روسيې ځواکونه مېشته سوي دي، د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د څارونکو له لېږلو سره د ولاديمير پوتين رضايت ښوولی دی.

د اوکرايين د دغي سيمي اوسېدونکي له ډېر وخت راهيسي له روسيې سره پراخي اړيکي لري او د اوکرايين نوي حکومت ته بدبينه دي. هغوی هم په کريميا کي تر ټولپوښتني وروسته په خپله سيمه کي د ټولپوښتني د ترسره کولو غوښتنه کړې ده، څو له روسيې سره د يوځای کېدو زمينه برابره کړي.

په اوکرايين کي وضعيت کړکېچن او اندېښمن دی، او روسيې چارواکي له دې سره سره چي اوس په يوه ديپلوماتيکي انزاو کي دي په دغه هيواد کي د خپل نفوذ ډيرولو ته دوام ورکوي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير له اوکراييني چارواکو سره تر ليدني کتني وروسته خبرداری ورکړی دی چي «د اروپا قارې» راتلونکي له خطر سره مخامخ ده.