1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين کړکېچ په اړه غونډه بې نتيجې وه

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۲۷, دوشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير غوښتل چي په يوه نوي ديپلوماتيک ابتکار سره د اوکراين په ختيځ کي د زورزياتی پای ته ورسيږي. په برلين کي تر څلور اړخيزي غوندي وروسته هغه د «پرمختگ» خبره کوي. خو کوم پرمختگ؟

https://p.dw.com/p/1CwCf
انځور: Reuters

د اوکراين کړکېچ په اړه د نړيوالي ټولني د نوي منځگړتوب هڅي چي د يکشنبې ورځي په ناوخته ماښام يې په يوه غونډه کي کولې، بې له کومي نتيجې پای ته رسېدلي دي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير په برلين کي له خپلو روسي، فرانسوي او اوکرايني سيالانو سره تر ملاقات وروسته ويلي دي چي «په يوه ستونزمن وخت کي ستونزمني خبري وې».

هغه زياته کړې ده: «خو زه په دې باور او اميدواريم چي موږ په ځينو برخو کي پرمختگ کړی دئ.» دغه راز د فرانسې په ديپلوماتيکو کړيو کي هم د «پرمختگ» خبره سوې ده. دا چي دا څه ډول پرمختگ دئ، دوی ئې په اړه څه ويلي نه دي.

کليمکين بيا بل څه وايي

د اورکراين د بهرنيو چارو وزير پاول کليمکين تر غونډي وروسته د تويتر له لاري ويلي دي چي «دا يوه ستونزمنه پنځه ساعته غونډه وه.» هغه زياته کړې ده: «د دې له پاره چي پرمختگ وسي، سړی بايد څو نوري پنځه ساعته غونډي جوړي کړي.» د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف بيا بې له دې چي څه ووايي په برلين کي له «بورسيگ ماڼۍ» څخه وتلی دئ.

د شټاين ماير په خبره په دغه غونډه کي د يوه اوربند پر رامنځ ته کولو د اوکراين او روسيې سرحد د ښه ساتلو او د کړکېچ په سيمه کي له اړمنو خلکو سره د بشردوستانه مرستو پر سر سلا مشورې سوي دي. هغه ويلي دي چي اوس به لاوروف، کليمکين او فابيوس د دغي غونډي په اړه د خپلو حکومتونو او دولتونو مشرانو ته راپور ورکړي. وروسته بيا معلومه سي چي «د نن ورځي خبرو ته به په کوم چوکاټ دوام ورکړو.»

سخت جنگ

د برلين تر غونډي دمخه او وروسته هم د اوکرين په ختيځ کي وسله والي نښتي رواني وې. روسي پلوه بېلتون غوښتونکو لوگانسک ښار ته نژدې د اوکراين پوځ يوه جنگي الوتکه ويشتلې او را اچولې ده. پر دې سربيره پاڅونکوونکو ديوې بلي الوتکي د ويشتلو خبر هم ورکړی دئ.

د يکشنبې په ورځ د اوکراين د پوځ او بېلتون غوښتونکو ترمنځ جگړه روانه وه. د ناتائيد سوو راپورونو له مخي په دغو نښتو کي مرگ ژوبله هم رامنځ ته سوې ده.