1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين په ټاکنو کي د پوروشينکو بلاک مخکي دی

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ آبان ۵, دوشنبه

د اوکراین په پارلماني ټاکنو کې د اروپایي پلوه ولسمشر پيترو پوروشینکو ائتلاف څرگنده بریا تر لاسه کړې ده. ښی اړخه رادیکالو سیاسي قوتونو ډیري لږ رایې تر لاسه کړي دي. دغه ټاکنې د یکشنبې په ورځ تر سره شوې.

https://p.dw.com/p/1DcXn
انځور: picture-alliance/dpa

تر ټاکنو وروسته تر سره شوو نظر پوښتنو ښوولې ده چې د اروپایي پلوه ولسمشر پوروشینکو بلاک ۲۳ سلنه او د اوکراین د لومړي وزیر ارسيني یاڅینيوک ملي ولسي جبهې ۲۱ سلنه رایې گټلې دي. د پخواني ولسمشر ویکتور یانو کوویچ، روسي پلوه گوند شا او خوا اته سلنه رایې گټلې دي او په دې ترتیب دغه گوند هم پارلمان په پارلمان کي چوکۍ لرلای سي.

تر څو میاشتو جنگونو او مصیبتونو وروسته د اوکراین له پاره دغه ټاکنې مهمې گڼل کیږي. د اوکراین ولسمشر د ائتلاف د اټکل له مخې په پارلماني ټاکنو کې د ولسمشریزو ټاکنو په پرتله د خلکو شمیر لږ وو.

د پورو شینکو بلاک یا ائتلاف په کیف کې ویلي دي چې په پارلماني ټاکنو کې د خلکو ونډه له ۵۶ څخه تر ۵۹ سلنه پوري وه. دا په داسې حال کې ده چې پينځه میاشتي تر مخه د اوکراین په ولسمشریزو ټاکنو کې د رایو ورکولو مستحقو۶۰ سلنو خلکو خپلي رایې کارولې وې.

د اوکراین ولسمشر پوروشینکو دغه رایې له اروپایي ټولني سره د نزدې والي په حق کې بللي او په نزدې راتلونکي کې یې د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو په هکله د خبرو اترو د ترسره کولو اعلان کړی دی. پورو شینکو ویلي دي: «د رایو ورکوونکو درې پر څلورمه برخه د اوکراین د لویدیځ پلوه دریځ په حق کې خپلي رایې کارولي دي.»

د کیف ښاروال ویتالي کلېچکو په خپلو څرگندونو کې ویلي دي: «د لومړي وار له پاره دیموکراتیکو قوتونو په پارلمان کې مطلق اکثریت تر لاسه کړی دی.»

د رادیکاله سیاسي قوتونو ردیدل

د وړاندوینو له مخې ښي اړخه افراطي قوت د اوکراین په پارلماني ټاکنو کې ډیر کم نقش لوبولی دی. د سوبودا یا «آزادۍ» په نوم گوند چې په ټاکنیز کمپاین کې یې د دغه هیواد په اتومي وسلو د مجهزیدو خبره کړې وه یوازې ۶،۳ سلنه رایې گټلي دي.

د یکشنبي په ماښام په کیف کې د سیاسي چارو کارپوهانو ویلي دي چې په راتلونکي حکومت کې د اولیگ تیاگنیبوک په مشرۍ د ښی اړخه رادیکالو د ونډي تصور کیدای نه شي. خو دغه گوند په دې توانیدلی دی چې په پارلمان کي استازي ولري.

د وړاندوینو له مخې په ښی اړخه سیکتور پوري تړلي زور پالونکو په اغلب گومان تر دوو سلنو کمې رایې په لاس راوړي دي چې دا پارلمان ته د رسېدو له پاره د لږ تر لږه پنځو سلنو رایو ډیري لږ دي. همداشان کمونيستي گوندونه هم په دې توانېدلي نه دي چي په پارلمان کي دي استازي ولري.

د اروپايي ټولني په پارلمان کې د بهرنیو چارو د جرگه گۍ مشر اېلمر بروک، چې د مسیحي سوسیال دیموکرات گوند سره تړاو لري ویلي دي چې اوکراینیانو هغو گوندونو ته رایې ورکړې ده چې له اروپایي ټولنې سره د نزدي والي پلویان دي او له مسکو څخه د خپل هیواد د آزادۍ دفاع کوي.

په عین وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو کارپوه الیکس پوشکوف ویلي دي چې دغه ټاکنې به د اوکراین کړکیچ حل نه کړي.

دا لومړي انتخابات ول چې له روسیې سره د یوځای شوي کریمیا نیمه ټاپو او همداشان په ختیځ کې د دنېڅک او لوگانسک په شان سیمو ټاکني تر سره نه شوې.دغه سیمي د روسي پلوه یاغیانو په کنترل کي دي.

د دغو سیمو د رای ورکولو مستحقو کسانو تر نیمایي زیاته برخه په دې نه دي توانیدلي چې خپلي رایې وکاروي. په دغه ځای کې یاغیانو د ټاکنو د تر سره کیدو اجازه نه وه ورکړې. یاغیان غواړي چې په دغو سیمو کې د نومبر میاشتې پر دوهمه نېټه جلا ټاکني تر سره کړي.