1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين ټاکني ويکتور يانو کوويچ ګټلي

۱۳۸۸ بهمن ۲۰, سه‌شنبه

ټاکني خو يې وګتلې ولي ټولي هغه ژمني چي ده دحداقل مزد دلوړولو اودټولنيزي کچي دجګولو په برخه کي کړيدي د دولتي بودجي څخه نشي تمويليداي...

https://p.dw.com/p/LwmD
د اوکراين نوی جمهورريس ويکتور يانوکوويچ
د اوکراين نوی جمهورريس ويکتور يانوکوويچانځور: AP

اوکرايینيانو ټاکني وکړي، اوددي ټاکنو ګټونکي ويکتور يانوکويچ نوميږي . په کيف کي دازادۍ لپاره دفريدريښ نومن دخيريه ټولني مشره هايکه دورن بښر وايي چي وروسته له ټاکنو څخه به اوس مهمه داوي چي آيا دټاکنو ګټونکي به ددي توان ولري چي دهيواد دننه سياسي او اقتصادي ربړي حل او هغه ژمني يي چي دټاکنو دمبارزي په وخت کي کړيدي ترسره کړي . دورن بښر زياتوی:

«زه فکر کوم چي په لومړي سرکي دامهمه ده چي آيا دي به په ټولنيزونظامونو کي دسمښت په راوستلو بريالي شي، او وبه کولاي شي چي مزدونوته ثبات وروبښي .ټولي هغه ژمني چي ده دحداقل مزد دلوړولو اودټولنيزي کچي دجګولو په برخه کي کړيدي د دولتي بودجي څخه نشي تمويليداي او همدغه ډول دي سره له هغه چي دټاکنو دمبارزي په وخت کي يي ژمنه کړي وه دګاز او تيلو بيي هم نشي راټيټولاي .ځکه چي دا له واقعبينۍ څخه لري دي. مهمه داده چي آيا یانوکويچ به هغه سمښتونه چي بايد 5 کاله پخوا راغلي واي اوس عملي کړاي شي اوکنه؟»

د دورن بښر دوينا له مخي ډيري دټولنيز سياست موضوعګاني دجمهورريیس له صلاحيت څخه بهردي .خو په بهرني او امنيتي سياست کي اصلي صلاحيت لرونکي دي، دي. مګرپه اقتصادي سمښتونوکي يي هم واک ډير ندي .پدي مسايلوکي بايده دي جمهورريیس له پارلمان سره چي په هغه کي دیوليا تيموشنکو په مشرۍ اتلافي حکومت ډيره کي لري ګډ کار وکړي . ميرمن تيمو شنکو درياست جمهورۍ په دويم پړاو ټاکنوکي دیانوکويچ سياله وه .نو دورن بښر داسي اټکل کوي چي یانوکويچ به دلمړۍ وزيري دلري کولو هڅي وکړي داوايي:

«په لمړي سرکي دیانوکويچ لپاره دامهمه ده چي یوليا تيموشنکو دامکان تراندازي زردلمړي وزارت له څوکۍ څخه لري شي.خو تلوسناکه پوښتنه داده چي آيا دي به دومره زر پدي کار بريالي شي او کنه؟»

دورن بښر داممکنه ګڼي چي نوي جمهورريس له پارلمانه څخه دځني قانونو دتيرولو لپاره په نوموړي جرګي کي ډيره کي ترلاسه کړي .خو دا دپوښتني وړ ده چي یانوکويچ به دخپل ګوندپه ګټه يو اتلاف جوړکړاي شي . ځکه چي دي ددي لپاره دکمو نيستانو ملاتړاوهمدغه ډول دمونږ دګران اوکراين دګوندرايو ته اړه لري. خوددي ګوند مشر يوشنکو دي چي له خپل پخواني دښمن سره به داتلاف کولوته چمتونشي .

مګرداروپا دپارلمان دشنو وکيله ربکا هارمز وايي چي دنوي اتلاف جوړول به ډيره موده دوام وکړي. دي داوکراين په ټاکنوکيیدکتونکي دنده درلوده داوايي:

اوکراين له ټولنيزاو اقتصادي پلوه په ډیر سخت موقعيت کي دي. داهيواد ثبات،ښه مسولانه سياست، اوپه خپل مسوليت پوه مشرتابه ته اړه لري. نه داچي نويو ناندرو اوکشالوته.

Ostaptschuk, Markian/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل