1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين ولسمشر بيرته کار پيل کړ

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۴, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر ویکتور يانوکویچ تر څلور ورځنۍ ناروغۍ وروسته بیرته خپل کار پیل کړی دی. په عین حال کې ویل شوي دي چې امریکا او اروپايي ټولنه په اوکراین پر مظاهرو سربیره دغه هیواد ته د مرستو پر یوې بستې باندي کار کوي.

https://p.dw.com/p/1B1mz
انځور: Reuters

یانوکوویچ د دوشنبې په ورځ بیرته خپل کار پیل کړ. هغه تر دې څلور ورځي مخکي د ناروغۍ له کبله په رخصتۍ تللی وو. د هغه دفتر ویلي دي: «تر اړینو درملنو وروسته ولسمشر اوس ښه احساس کوي. د هغه فزیکي وضعیت اوس د رضایت وړ دی.»

له بلې خوا د یانوکوویچ د څلور ورځینيو رخصتیو پر مهال هم په اوکراین کې د هغه پر ضد مظاهرې رواني وې. د دغو مظاهرو په ترڅ کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ کسان د پلازمینې کیف پر سړکونو باندې سره راټول شوي ول.

د اوکراین وروستیو تحولاتو د دغه هیواد د وضعیت له ښه کولو سره ډیره لږ مرسته کړې ده. په وروستیو ورځو کې د اوکراین د ولسمشر مرستیال او کابینې استعفا وکړه او حکومت د مظاهرو پر ضد یو جنجالي قانون هم لغو کړ. خو اپوزېسیون وایي تر هغه وخته پوري چې ولسمشر یانوکوویچ له خپلي دندې استعفا نه وې کړې دوی به مظاهرو ته دوام ورکړي. د مظاهره کوونکو بل شرط په اوکراین کې تر وخت مخکي ټاکني دي.

د یکشنبې په ورځ د اوکراین د اپوزیسیون دوو مخکښو مشرانو پخواني د بهرنیو چارو او اقتصاد وزیر ارسیني تاڅينیوک او د بوکس پخوانۍ نړيوال اتل ويتالي کليتچکو، پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له اوکراین سره مرسته وکړي.

تاڅینیوک مظاهره کوونکو ته وویل چې اوس د «ریښتینو مرستو وخت رارسېدلی دی». کلیتچکو هم ویلي دي چې له حکومت سره د خبرو اترو پر مهال د «سو تفاهم» د مخنيوي له پاره نړیوالې مداخلې ته اړتیا شته.

د اوکراين مظاهرې
د اوکراين مظاهرېانځور: Getty Images

د امریکا او اروپايي ټولني مرستي

تر اوسه پوري لوېدیځه یوازي لفظي د اوکراین ملاتړ کړی دی. خو د شنبې په ورځ والستریت ژورنال وویل چې اوس نړیواله ټولنه د مرستو پر یوې بستې باندي کار کوي.

اروپايي ټولنه او امریکا متحده ایالات اوس د لنډ مهالو مرستو پر یوه پلان باندي کار کوي چې له اوکراین سره د سیاسي انتقال دورې پر مهال مرستې وکړي. دغه خبره د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو د مشري کاترین اشتون، په حواله شوې ده چې د مونشن د امنیتي کنفرانس په حاشيه کې یې کړې ده.

اشتون ویلي دي چې د دغي دورې پر مهال به د اوکراین موقت حکومت ځیني اقتصادي او سیاسي اصلاحات رامنځ ته کړي او د ټاکنو له پاره به چمتوالی ونیسي. هغې زیاته کړې ده چې امریکا او اروپا اوس پر یوه پلان باندي کار کوي، څو له دې بهیر سره مرسته وکړای شي.

د اشتون په خبره د مرستو بسته به وړوکې وي او د دې له پاره چې اوکراین یې تر لاسه کړي باید د پیسو له نړیوال صندوق سره یوې موافقې ته ورسیږي. تمه کیږي چې اشتون به د سه شنبې په ورځ کیف ته سفر وکړي چې په اوکراین کې د خبرو اترو د پیلیدو له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په اوکراین کې د تیر کال په نومبر میاشت کې تر هغه وروسته مظاهرې پیل شوې چې ولسمشر یانوکوویچ له اروپايي ټولنې سره د نزدیوالي یو تړون لاسلیک نه کړ او پر ځای يې له روسیې سره لا نزدې شو. په وروستیو ورځو کې د اوکراین مظاهرې په تاوتريخوالي اوښتي دي چې ویل کیږي تر اوسه پکې څلور کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.