1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اولمپیک لوبې د تجارتي اعلانو تر سیورې لاندې

۱۳۹۱ مرداد ۱۳, جمعه

په لندن کې له یوې اونۍ راهیسې د اولمپیک په زړه پورې لوبې روانې دي. لوبغاړي د مډالونو په ترلاسه کولو خوښي څرګندوي. خو څارونکي نیوکه کوي چې د اولمپیک د لوبو فضا د سترو شرکتونو د اعلانونو تر اغیزې لاندې راغلي ده.

https://p.dw.com/p/15jYS
انځور: picture alliance / dpa

د تیرې جمعې په ورځ د لندن د ۲۰۱۲ کال د اولمپیک د لوبو د پرانیستنې پرتمین مراسم په ټوله نړۍ کې له هرکلي سره مخامخ شول. د نړۍ مشهورو ورځپاڼو د اولمپیک دغه مراسم په پرتله ییزه توګه بې ساری وګڼل. په عمومي توګه لوبې تر اوسه پورې، پرته له یو څو کوچینو ستونزو سره په ښه فضا کې روانې دي.

د المپیک د لوبو پر مهال خالي څوکۍ
د المپیک د لوبو پر مهال خالي څوکۍانځور: Reuters

د نړۍ رسنې د لوبغاړو وړتیاو او مډالونو ته ځیر دي. خو د ځینو لوبو لوبغالي (ستیدیومونه) له نندارچیانو څخه تش ول، که څه هم د لوبو سازمان ورکونکو له هغې مخکې د ټولو ټکټونو د پلورلو خبر ورکړی وو. د دې له پاره چې پر دې خبره پرده واچول شي، هغوی مجبوره شوي ول چې تشې څوکۍ په سرتیرو او محصلینو ډکې کړي.

د لوبو تمویل کوونکي

سر بیره پر دې په بریتانیه کې خلک د لوبو د سترو تمویلونکو شرکتونو پر نقش باندې نیوکې لري او وایي چې د «المپیک د لوبو فضا رښتینې نه ښکاري، او دا چې د المپیک لوبې د شرکتونو د اقتصادي ګټو تر سیوري لاندې دي.»

په خاصه توګه د سترو شرکتونو لکه «کوکاکولا» او «مک دونالدس) په هکله شکایتونه ډیر زیات دي. د نړۍ یوولسو سترو شرکتونو د اولمپیک له لوګو یا نښان څخه د استفادی له پاره یو میلیارد ډالر تحویل کړي دي. خو منتقدین وایي چې له دغه انحصار څخه په ډیره ناوړه توګه کار اخیستل شوی دﺉ چې د اولمپیک د لوبو اصلی «روح او روان» ئې سخت تاواني کړی دئ.

د اولمپیک په لوبو کې د شرکتونو اعلانونو ان د امریکایي مشهور کومیدین بیلي تالن، پام اړولی دئ. هغه د لندن په سړکونو کې دا شعار ورکوي: «لطفاً له اولمپیک څخه ستر شرکتونه وباسئ!»

مکدونالدس د المپیک په پارک کې یو لوی رستورانت پرانیستی دئ
مکدونالدس د المپیک په پارک کې یو لوی رستورانت پرانیستی دئانځور: picture-alliance/dpa

د لندن ځینې اوسیدونکي د هغه له دې شعار سره د هوکړې سر ښوروي او وایي:«رښتیا هم دا ستر شرکتونه دي چې له دې لوبو څخه ګټه اخلي.»

د لندن دغه اوسیدونکی چې خپل نوم ئې چاین ښکاره کړ دویچه ویله (المان غږ) ته وویل: «د لوبو تمویلونکي ستر شرکتونه دي. عادي خلک او کوچني شرکتونه له پام څخه غورځول شوي دي.» هغه زیاته کړه چې کوچنی سوداګر یا دوکاندران اجازه نه لري چې په اولمپیک کې د خپلې سوداګری له پاره اعلان وکړي. که دغه شرکتونه او دوکانداران کوم اعلان خپور کړي نو سخت جریمه کیږي. په دې ترڅ کې یوه قصاب چې له پنځو ساسچونو څخه ئې د اولمپیک نښان جوړ کړی وو ۳۰۰۰۰ ډالر جریمه شو.

د بریتانیا چارواکي د اولمپیک له نښان څخه پرته له اجازې کار اخیستل جرم بولي او هر سرغړونکي ته د سختې سزا ګواښ کوي.

کوکاکولا هم د المپیک د لوبو له تمویلونکو څخه ده
کوکاکولا هم د المپیک د لوبو له تمویلونکو څخه دهانځور: AP

کوچني شرکتونه

په داسې حال کې چې د کوکا کولا شرکت د پیپسي د پټو تبلیغاتي پروګرامونو له امله وارخطا دئ، «هیلن دي» نومې میرمن اوس تعجب نه کوي چې ولي د چاراکو له خوا ځورول کیږي. دغه میرمن یو تفریحي کوچنی سرکس لري چې څو اکروباتیک ښځینه لوبغاړي ور سره کار کوي. کله چې هغې د نجونو یو عکس د پنځو کړیو په څير خپور کړ او د اولمپیک محفلونو ته ئې د تفریحي پروګرامونو وړاندیز وکړ، سمدلاسه د کار کولو څخه منع کړای شوه.

کوچني شرکتونه پر چارواکو او سترو شرکتونو سخت په غوسه دي. د بریتانیا د واینو یوه مشهور سوداګر چې د اولمپیک په لوبو کې پر تجارتي انحصار او سانسور باندې په غوسه دئ، اعلان کړی دئ چې هغه به هر هغه چا ته په ډیره ارزانه بیه واین ورکړي چې دا ثابته کړي چې د سترو شرکتونو محصولات یې نه دي اخیستي.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش