1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما د ملي امنيت ستراتيژي د پخوانۍ څخه ډير توپير لري

۱۳۸۹ خرداد ۲, یکشنبه

اوباما پرون اعلان وکړئ، چي د هغه هيواد په نړي کي په يوازيتوب سره عمل نه سي کولای هغه وويل، چي د نوي « نړيوال نظم» د جوړولو دپاره د خپل ملي امنيت د ستراتيژۍ د يوې برخي په توګه د بوش د واکمنۍ پاليسو ته شا ور گرځوي...

https://p.dw.com/p/NVEG
د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما
د امريکا جمهوررئيس بارک اوباماانځور: AP

په افغانستان او عراق کي د جګړو په پام کي نيولو سره د امريکا د امنيت د ساتني په هدف اوباما نړۍ ته د همکارۍ پر لاس اوږدولو ټينګار وکړی. هغه و ښووله،چي نه دا چي د پخواپه شان د بوش د «کاوبای ډوله ډيپلوماسۍ» لاره تعقيب سي بلکي غواړي چي د «وقايوي جګړي» لپاره د بوش پر استدلالونو باندي د بطلان کرښه وباسي.

د ويسټ پاينټ نومي په پوځي اکادمۍ کي نوو پوځي فارغانو ته په وينا کي اوباما وويل:« د دې پېړۍ پيټی بايد يوازي زموږ د پوځيانو پر اوږو نه وي. زموږ دښمنان غواړي، چي موږ د خپل ځواک څخه ترحده وتلي استفادې سره امريکا کمزورې وويني.»

د اوباما دغه وينا د هغه د ملي امنيت د ستراتيژۍ د اعلان څخه د مخه عنوان سوه، د قانون د مخه د متحده ايالاتو هر جمهور رئيس مکلف دی، چي د خپل ملي امينت ستراتيژي ولس ته اعلان کړي، دا کار به اوباماپه راتلونکې اونۍ کي وکړي.

د اوباما د ويناڅخه معلوميږي، چي د متحده ايالاتو د ملي امنيت نوې ستراتيژي به د پخواني جمهور رئيس بوش د ستراتيژۍ څخه چي د 2001 کال د سپټمبر د يولسمي څخه وروسته طرحه شوه، ډير توپير ولري.

د امريکا پخوانی جمهوررئيس جورج ډبليو بوش
د امريکا پخوانی جمهوررئيس جورج ډبليو بوشانځور: AP

بوش د ډيپلوماسۍ پرځای د ډير زور څخه د کار ر اخيسلتو لاره ونيوله. هغه په 2002 کال کي د خپلي ملي ستراتيژي طرحي د يوې برخي په توګه، چي د« بوش دکترين» په نامه مشهوره سوې ده، اعلان وکړی، چي امريکا حق لري پر هغه يو هيواد يا تروريستي ډلي، چي د متحده ايالاتو دپاره ګواښ پيدا کوی، پوځي حمله وکړي. دا د هغي پا ليسۍ يوه برخه ده، چي بوش هغې ته « د امريکايي انترناسيوناليزم» نوم ورکړي ؤ.

ددغي پاليسۍ څخه په پيروۍ سره هغه په 2003 کال کي پرته ددې چي د ملگرو ملتونو څخه اجازه واخلي پر عراق باندي حمله وکړه.

د اوباما ادارې قدرت ته په رسيدو سره ښودلې ده، چي د جمهور رئيس د ملي امنيت نوي ستراتيژي به پخوانۍ شخړه ايزي ستراتيژۍ ته رسماً شا ور وگرځوي.

که څه هم اوباماپه ويسټ پاينټ اکادمي کي په بربنډه توګه د بوش دکترين منسوخ نه کړ، خو د وقايوي حملو دپاره د استخباراتي ادارو سره د څو اړخيزو همکاريو پر ضرورت تينګار وکړ.

دا چي ولي امريکاتر اوسه لا په افغانستان کي جګړې ته دوام ورکوي، د هغه په وينا کي يوازي دونه اشاره سوې، « ددې وجه داده چي هلته لا تر اوسه د امريکا پر ضد د القاعدې او د نورو زور پالونکو، چي د سپټمبر د يولسمي د حملو تر شا ولاړو ؤ، د «توطيو خطر موجود دي».

هغه دغو توطيو ته د جواب دپاره په افغانستان کي د امريکا پر متحدينو او نورو همکاريو دپاره ږغ وکړي، چي هغه بايد نوري هم ټينګي سي.

اوباما د نوموړي اکاډمۍ فارغانوته وويل: « موږ افغانانو ته هيلي ورکړي، اوس بايد ووينو چي د هغوئ هيواد بيا زموږ دګډو دښمنانو په هډه بدل نه سي. سختي ورځي په مخکي دي.خو موږ ځان ورته چمتو کړی دئ.»

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل