د انورالحق احدي استعفا ومنل سوه
۱۳۸۷ بهمن ۱۷, پنجشنبهاعلان
د جمهوررييس د دفتر په خبره: ولمسشر حامد کرزی په ډيري ستايني سره د ډاکټر انورالحق احدي ستعفا ومنله او ده ته يې د برياليتوب غوښتنه وکړه.
احدي د افغان ملت ګوند مشر او په تيرو څلورو کلنو کي د ولسمشر کرزي په کابينه کي د ماليې د وزير په توګه کار وکړی.
د ولمشرۍ د راتلونکو ټاکنو له پاره تر اوسه پوري پر اولسمشر کرزي اضافه دوو نورو کانديدانو خپل نومونه په رسمي ډول اعلان کړي دي چي يو په ولسي جرګه کي د کابل استازی او د پلان پخوانی وزير رمضان بشردوست او بل د ماليې وزير ډاکټر انورلحق احدی دی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د اعلان سره سم د ولسمشرۍ ټاکني به د روان کال د اګست د مياشتي پر 20 نېټه تر سره سي.