1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انترکانتیننتال کپ سیالۍ له پاره افغان لوبډله اعلان شوه

۱۳۹۴ آبان ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان کرکیټ بورډ د انترکانتیننتال کپ، یا د لویو وچو جام سیالۍ له پاره لوبډله اعلان کړه. د افغانستان او پاپو نیوگني تر منځ څلور ورځنۍ سیالي د نومبر مياشتي له ۲۱ تر ۲۴مې نیټې پوري په متحدو عربي اماراتو کې کیږي.

https://p.dw.com/p/1H3yA
انځور: Getty Images/ Will Russell

د افغانستان کرکیټ بورډ د انترکانتیننتال کپ سیالیو له پاره خپله لوبډله اعلان کړه. په پام کې ده چې د افغانستان او پاپو نیوگیني د کرکیټ د لوبډلو تر منځ دغه څلور ورځنۍ سیالي د متحدو عربي آماراتو په شارجه کې تر سره شي. دغه څلور ورځنۍ لوبې د ټیسټ لوبو د دریځ د خپلولو له پاره مهمي گڼل کیږي.

د افغانستان د کرکیټ بورډ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د کرکیټ بورډ اجرائیوي رئیس شفیق الله ستانکزي، ویلي دي: «د ټیسټ تر دریځه مزل له همدغو سیالیو شونی دی. د لویو وچو جام سیالیو په ترڅ کې بریاوي د ټیسټ تر دریځه زموږ مزل باوري کوي.»

په خبر پاڼه کې د افغانستان د کرکیټ بورډ د عمومي رئیس نسیم الله دانش له قوله راغلي دي چې ملي لوبډله د دغو سیالیو له پاره پوره چمتووالی لري.

په سیالیو کې برخه اخیستونکي لوبغاړي

دا ځل په ملي لوبډله کې ځیني نوي لوبغاړی هم شته. شبیر نوري، نور علي ځدراڼ، جاوید احمدي، اصغر ستانکزی، محمد نبي، سمیع الله شینواری، رحمت شاه، راشد آرمان، شرف الدین اشرف، شهزاد محمدي، دولت ځدراڼ، یامین احمد زی، نواز خان، افسر ځاځی او حشمت الله شهیدي په لوبډله کې شامل دي. همدا راز ناصر جمال، نسیم بړیڅ، عبیدالله کونړی او عمران جنت د اضافي لوبغاړو په توگه په دغي سیالۍ کې برخه اخلي.

دا وار په لوبډله کې د شاه پور ځدراڼ تر څنگ، نجیب ځدراڼ او نو روز منگل نه شته. د ۲۰۱۵/۱۷ م کلونو د انټر کانټیننټال کپ په سیالیو کې د آیر لنډ، افغانستان، سکاټلنډ، متحد عربي آمارات، هانگ کانگ، پاپو نیو گیني، هالنډ او نامېبیا هیوادونه برخه لري.

د دې جدول په لومړي سر کې ایرلنډ دی چې دوې لوبې یې کړي، دواړه یې گټلي او څلویښت پواینټونه لري. تر هغې وروسته هالنډ دی چې دوې لوبې یې کړې، یوه یې گټلې او یوه یې بایللې ده او ۲۶ نمرې لري. دریم ځای د نامیبیا هیواد دی چې له دوو لوبو څخه یې یوه گټلې او یوه يې بایللې ده او ۲۰ پواینټونه لري.

افغانستان تر اوسه یوه لوبه کړې او گټلې یې نه ده خو د ۱۳ پواینټونو په درلودلو سره تر پاپو نیوگیني او سکاټلنډ وروسته شپږم ځای لري. د متحدو عربي آماراتو او هانگ کانگ تر منځ سیالي هم نن د نوامبر میاشتې په یوولسمه نېټه په دوبی کې پیل شوه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب