1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سانسور د انترنت آزادي له ګواښ سره مخامخوي

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۱ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې اوس هم د فعالیتونو او رسنیو پر وړاندې سانسور او څارنه تر سره کیږي. د بې سرحده خبریالانو سازمان بحرین، چین، ایران، سوریه، او ویتنام د انترنت دښمن هیوادونو په توګه نومولي دي.

https://p.dw.com/p/17vMY
Internetfreiheit wird beschnitten. Fotolia/ aragami
Symbolbild Internet Sabotage Kabel durchschneidenانځور: Fotolia/aragami

نن د انترنت د سانسور پر ضد نړیواله ورځ ده. د بې سرحده خبریالانو نړیوال سازمان ویلي دي چې پنځه هیوادونه داسې دي چې اوس په مستقیم ډول د انترنت په سانسور کې لاس لري. د دې سازمان په حواله د دې کار په پایله کې تاوتریخوالی او د بیان د آزادۍ پر ضد فعالیتونه زور اخلي.

دې سازمان په یوه بیانیه کې ويلي دي چې اوس د نړۍ په ځینو هیوادونو کې د انترنت سانسور د دې لامل شوی دی چې د انترنت اصلیت او د هغه د رامنځ ته کیدو اصلي هدف له ګواښ سره مخامخ شي.

د چین انترنیتي انقلاب

چین اوس په نړۍ کې د نورو ټولو هیوادونو په پرتله داسې ډیر کسان زنداني کوي چې له انترنت او د معلوماتو له تبادلې سره تړاو لري. اوس مهال د چین په زندانونو کې ۳۰ ژورنالیستان او ۶۹ انترنتي فعالین بندیان دي. دغه هیواد همداراز په فعال ډول انترنیتي محتویات سانسوروي او هغه څاري.

د دویچه ویله د ویبپاڼو د سیالۍ داور او د پیکینګ د ارتباطاتو او ژورنالیزم د پوهنتون پروفیسور هو یونګ، وايي چې که څه هم اوس د چین دولت د انترنیتي فعالیتونو د سانسور تر ټولو ډیر امکانات لري، خو بیا هم په دې هیواد کې ډیر خلک د انترنیتي فعالیتونه کوي او یو ډول انقلاب یې رامنځ ته کړی دی.

هغه وایي چې د بلاګونو جوړولو او ویدیوګانو شریکولو اوس په میلیونونو چینایانو ته د دې چانس مساعد کړی دی چې د حکومت پر سانسور سربیره هم خپل غږ پورته کړي.

ښاغلی هو وايي چې چینایي فعالینو د انترنتي ویبلاګونو له لارې خلکو ته لا ډیر معلومات رسولي دي. د هغه په اند دا هغه معلومات دي چې د چین دولتي رسنۍ یې په رسولو کې پاتې راغلي دي.

ایران هم انترنتي فعالیتونه څاري

د چین په څیر د ایران حکومت هم انترنتي فعالیتونه څاري او په هغه کي ډیر دخالت کوي. په دې هیواد کې دولت هڅه کوي چې په اصطلاح «حلال انترنت» رامنځ کړي. د خبر یالانو بې سرحده سازمان ویلي دي چې په ایران کې له انترنت څخه د نورو هیوادونو په پرتله ډیره سیاسي استفاده نه کیږي، خو بیا هم د دې هیواد انترنت تر قوي څارنې لاندي دی.

د بې سرحده خبریالانو سازمان ټینګار کړی دی چې دا یوازې سیاسي ویبپاڼې نه دي چې د دولت خوا تر څارنې لاندې نیول کیږي، د دې سازمان په حواله ډیر وخت آن د موسیقي ای فیشن ویبپانې د دولت له خوا تړلې کیږي.

یو ایرانۍ ویبلاګر چې اوس په کانادا کې ژوند کوي او ارش آبادپور، وایي چې د ایران دولت له ویرې انترنت سانسوروي. هغه وايي: «د ایران دولت له انترنت څخه ویره لري او له همدې کبله په دې برخه کې پانګونه او د بنسټونو رامنځ ته کیدل محدودوي.»

د څیړنو له مخې په ایران کې هم ډیر شمیر انترنیتي فعالان د بیلابیلو تورونو له کبله نیول کیږي.