1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا په سوریه کي د زورزیاتي د پای غوښتنه کوي

۱۳۹۱ فروردین ۲۳, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14baN

د ملګرو ملتو د امنیت شورا په سوریه کي د دوامداره تشدد او زورزیاتي له کبله د بشارالاسد څخه غوښتي دي چي تر پنجشنبې پوري د اوربند موده مراعات کړي. د امنیت شورا د ۱۵غړو په یوه ګډه اعلامیه کي د دې ويل سوي دي چي د سوریې حکومت لکه څنګه چي موافقه سوې وه له ښارونو څخه عسکر او درنې وسلې نه دي ایستلي.

امنیت شورا د سوريې له اپوزیسیون څخه هم د تشدد د ختمېدو غوښتنه کړې ده. دوی باید د اسد ځواکونو ته پلمه په لاس ورنکړي چي اوربند مراعات نه کړي. په سوریه کي باید له سه شنبه ورځي څخه د ۴۸ساعتونو له پاره اوربند رامنځته سوی وای.