1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا غړو افغانستان ته خپل سفر وځنډوه

۱۳۹۱ مهر ۲۰, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16Nj4

ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ د خپلې هغې پریکړې ملاتړ وکړ چې په ترڅ کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د غړو سفر ځنډول شوی دﺉ. په پلان کې وه چې د امنیت شورا غړي په روانه میاشت کې افغانستان ته سفر وکړي خو دغه سفر د ملګرو ملتونو د امنیتي ادارې له خوا د امنیتي ستونزو له کبله ځنډول شوی دﺉ.

د ملگرو ملتونو د امنیتي ادارې مشر ګریګوري ستار، د امنیت د شورا غړو ته سپارښتنه کړې وه چې په راتلونکو څو اوونیو کې د امنیتي اندیښنو له کبله افغانستان ته سفر و نه کړي.

د ملګرو ملتونو ویاند فرهان حق، ویلي دي چې د امنیت شورا دیپلوماتانو ته د افغانستان په هکله امنیتي سپارښتنه د «تر ټولو ښو معلوماتو» پر اساس شوې وه. هغه ویلي دي: «موږ د (امنیتي) سپارښتنو ملاتړ کوو او نور جزئیات به ور نه کړو.»