1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیتي کمپنۍ او پولیسو تر منځ جګړه وشوه

۱۳۹۰ خرداد ۱۴, شنبه

نن له غرمې مخکې د غزني ښار ته نږدې د پوليسو او خصوصي امنيتي کمپنۍ د ساتونکو ترمنځ نښتي کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه نښته په غزني ښار کې د خپل ډول لومړۍ پیښه شمیرل کیږي

https://p.dw.com/p/11UIc
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

دغه جګړه چې پکې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل سوی د مرکز اړونده د پیر شهباز بازار په سيمه کې د «وطن ريسک منجمنټ» خصوصي امنيتي کمپنۍ د وسلوالو او پوليسو ترمنځ رامنځته شوې ده.

وطن ریسک منجمنت کمپنۍ د کابل – کندهار پر لویه لاره د ناټو د لوژستیکي کتارونو بدرګه کوي او ویل کیږي چې په لوړ پوړو دولتي چارواکو پوري تړلي ده.

د نښتې سیمه هم د کابل – کندهار په عمده ستراتیژیک واټ واقع سوي کومه چې د غزني له مرکز څخه شاوخوا شپږ کلیومتره واټن لري.

د غزني د پولیسو د قوماندانۍ د امنيت امر، ډګروال محمد حسن، نن «شنبه» وويل چې په دې جګړه کې يو ولسي وګړى، دوه پوليس سرتیري، دوه تنه د خصوصي کمپنۍ وسلوال وژل شوي او يو پوليس هم ټپى دى.

پولیس وایې چې جګړه د ناسم پوهاي څخه رامنځ ته سوي ده په داسي حال کې چې ځایې خلک بیا وایې چې جګړه عمدي رامنځ ته سوي.

د پیر شهباز د بازار یوه هټیوال، محمد خان، وویل چې شاوخوا یولس بجې وي چې د امنیتي کمپنۍ قافله د دوي بازار ته را ورسیده او ناڅاپه یې کسانو د پولیسو پر یوې پوستې ډزي وکړي چې وروسته بیا سخته نښته پیل سوه او بازار د څو ساعتونو لپاره تړل سوی وو.

خو د غزني د پولیسو د قوماندانۍ امر بیا وایې چې د شهباز د امنيتي پوستو پوليسو د وطن ريسک کمپنۍ له ساتونکيو غوښتي و چې په بازار کې ډزې ونه کړي.

سمونوال محمد حسين وايي چې دغه خبری د دی لامل شوي چی د دواړو لوريو تر منځ نښته او په پايله کې یی مرګ ژوبله رامنځ ته شي.

د امنيت د امر وويل چې له پېښې سمدستي وروسته پوليسو او ملي اردو ځواکونه سيمې ته ورغلل او د خصوصي کمپنۍ وسلوال يې بې وسلې کړل.

افغان دولت تیر کال د ټولو خوصوصي امنیتي کمپنیو د تړلو امر وکړ خو تر اوسه پوري بیا هم داسي امنیتي کمپنۍ سته چې د دغه ممنوعیت سره سره د ملک په بیلا بیلو برخو کې فعالیت کوي.

له دغې ډلي یوه هم د وطن ریسک منجمنت کمپنۍ ده چې ویل کیږي مالکان یې د افغان ولسمشر حامد کرزي نږدې خپلوان او د هغه د حکومت د یو شمیر کلیدي نورو غړو د کورنیو څخه دي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش