1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيت شورادآيساف دخدمت موده يوکال نوره هم اوږده کړل

۱۳۸۸ مهر ۱۷, جمعه

دملګرو ملتونودموسسې دامن جرګې په افغانستان کي دناټو دفعاليتونو دپراخيدو غوښتنه کړيده . دپنجشنبې په ورځ دملګرو ملتو دموسسې دغي مهمي جرګه ګۍ دناټو د ټولو غړو هيوادوڅخه وغوښتل

https://p.dw.com/p/K2wM

چي «پرسونل، وسايل او تجهيزات ، اونوردضرورت وړ شيان » د تړون په اختيار کښي ورکړي ، ترڅو نړيوال پوځونه ټولي «عملياتي دندي » ترسره کړای شي . دنړۍ دامن جرګې په عين وخت کي په افغانستان کي دنړيوال سوله ساتي پوځ آيساف دخدمت موده نور يوکال هم اوږده کړيده.

په 1890لمبر پريکړه ليک کي چي دجاپان لخوا يې متن جوړ شويدی، اودټولو برخه والو لخوا درايو په اتفاق سره منل شوی، په صراحت سره راغلي دي چي په افغانستان کي ددې ضرورت ليدل کيږي چي د ناټو ترقوماندې لاندي دايساف پوځ بايده دي نورهم تقويه کړای شي . خودنړۍ دامن جرګې په خپل پريکړه ليک کي پدي هکله چي دفعاليتونودډيرولو لپاره بايده دي څومره پرسونل اومادي وسايل هلته واستول شي ،کومه مشخصه څرګندونه نده کړې . دامن دجرګې 15غړو هيوادودايساف د67زرو عسکرودخدمت موده دراتلونکي کال داکتوبر دمياشتي تر 13نيټې پوري اوږده کړيده .

دامنيت شوراپه خپل پريکړه ليک کي دافغانستان دامنيت دخرابي وضعي له امله ډيره انديښنه ښودلې ده . پدغه پريکړه ليک کي دزورلارو طالبانو دپلويانو ،اودالقاعده دتروريستي شبکي دزورزياتي داعمالو ډيريدل غندل شوي، اوپه افغانستان کي يې دډيرو ملکي خلکو دوژل کيدو له امله انديښنه ښودلي ده . په سند کي زياته شويده چي دافغانستان دامنيتي ځواکونو «عملياتي کرکتر، مسلکي والی ، او دخپلي وظيفې په مقابل کي دمسوليت احساس » بايد تقويه شي .

Deutschland Flash-Galerie Woche 39 Afghanistan Bundeswehr
انځور: AP

په ملګرو ملتو کي دانګلستان نماينده جان سيورز ويلي دي چي : په نوموړي پريکړه ليک کي دجهاني ملاتړ اندازه « چي په افغانستان کي دبين امللي هڅو » لپاره لازمه ده، په ښکاره ډول بيان سوي دي . په مجموعي ډول څه ناڅه 100000امريکايي اود ناټو عسکر په افغانستان کي ځای په ځای شويدي .

دامريکا دمتحده ايالتونو جمهوررييس بارک اوباما په افغانستان کي دپوځ دګمارلو لپاره دنوي تګلاري په لټه کي دی . د امريکا خارجه وزيري هيلري کلينتن دپنجشنبې په ورځ په واشنګتن کي وويل چي له منځ پلوه طالبانوسره دخبرو هڅه هم کيږي . کلينتن زياته کړيده چي ټول امکانات آزمويل کيږي ترڅو حکومت په افغانستان کي دنورو فعاليتونولپاره له هوښيارۍ اوزيرکتيا څخه ډکه پريکړه وکولای شي .

سپيني ماڼۍ دپنجشنبې په ورځ ويلي دي چي طالبان دالقاعده په مقايسه امريکا ته لږ خطر لري . دا ددې آوازو دتوديدو سبب شول چي وايي ممکن اوباما افغانستان ته دنورو عسکرو داستولو پر خلاف پريکړه وکړي . خو په افغانستان کي دآيساف اودامريکايي قواووقوماندان جنرال سټينلي مِک کريستل د40000 نوروعسکرو داستولوغوښتنه کوي ،او په غير د هغه به دده په نظر دافغانستان جګړه ديوه کال په موده کي بايلودل شي .

د بلي خوا د برتانيا د محافظه کار ګوند منشي ډيويد کېمِرون ددې خبري دپه نظر کي نيولوسره چه د راتلونکي کال په پسرلي کښی هلته پارلماني انتخابات تر سره کيږي ،ويلي دي ،چه که دوی دغه انتخابات يوسي ،نوبه افغانستان ته نور عسکر هم واستوي .

Dpa / رحيله اميري

کتونکي : محمد قاسم نوري