د امنيتي گواښ له کبله کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر وځنډېد
۱۴۰۰ فروردین ۱۹, پنجشنبهد یوې سرچینې په وینا د کابل په نړيوال هوايي ډگر کې هغي الوتکي ته د کښېناستلو اجازه نه ده ورکړل شوې چې د پاکستان د پارلمان مشر پکښې وو. خو د افغانستان د ملکي هوایي چلن اداره د پاکستان د پارلمان مشر د الوتکې د بیرته ستنیدو په هکله څه نه وایي.
د ځینو افغان رسنیو په وینا هغه الوتکه چې د پاکستان د پارلمان مشر اسد قيصر پکښې وو، کابل ته داخله شوې وه، خو د امنیتي دلایلو له کبله بیرته پاکستان ته ستنه شوه.
د پاکستان د پارلمان رئیس اسد قیصر بيا په يوه تويت کې ليکلي دي چې افغانستان ته یې سفر ځنډېدلی دی. هغه د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي: «د امنیتي دلایلو له کبله د کابل هوایي ډګر د بندیدو په وجه، افغانستان ته د [پاکستان] پارلماني پلاوي سفر وځنډید.»
د پاکستان له پاره د افغانستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د خپل تویتر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې کابل ته د پارلمان د مشر سفر د امنیتي ګواښ له کبله د هوایي ډګر د بندیدو په وجه وځنډید.
د هغه په خبره الوتکې کیناسته چې «کنټرول ټاور ورته د هوایي ډګر د بندیدو خبر ورکړ.» د نوموړي په خبره تر دوو اړخیزو مشورو وروسته به د سفر د نوو نېټو په هکله پریکړه وشي.
په پام کې وه چې د اسد قیصر په مشرۍ د پاکستان یو پارلماني پلاوی د اپریل له اتمې نېټې څخه تر یوولسمې نېټې په افغانستان کې وي.
له دې سره سم د افغانستان پارلمان خبر ورکړی دی چې کابل ته د پاکستان د پارلمان د مشر سفر ځنډیدلی دی. خو په دې هکله یې نور جزئیات نه دي لیکلي.
د کابل د ملکي هوایي چلن ادارې ويلي دي چې تر یوه ساعت او شلو دقیقو ځنډ وروسته اوس پروازونه بیرته پیل شوي دي.