1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيتي تړون پر سر جنجال ولي نه ختميږي؟

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ مهر ۱۰, چهارشنبه

د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ امنيتي تړون چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امریکايي عسکرو حضور تضمينوي، د امريکايي ځواکونو د عملياتو پر سر نه موافقه يې د جنجال سبب ده.

https://p.dw.com/p/19sjT
انځور: Getty Images

د افغانستان د جمهوري رياست وياند ايمل فيضي وايي چي ولسمشر کرزي په خپله د امریکا متحده ايالاتو او افغانستان ترمنځ د امنيتي تړون پر سر د خبرو اترو مشري پرغاړه اخيستې ده. دا په داسي حال کي ده چي د امریکا متحده ايالاتو څو ورځي د مخه ټينگار کړی وو چي امنيتي تړون بايد د رواني مياشتي ( اکتوبر) تر پايه پوري لاسليک سي.

امريکا غواړي چي د پلان له مخي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري خپل ۵۷ زره سرتيري له افغانستان څخه وباسي، خو قصد لري چي تر هغه وروسته په دغه هيواد کي له ترويستي گواښونو سره د مبارزې له پاره يوه ډله سرتيري پرېږدي.

فيضي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اکتوبر لومړۍ) خبريالانو ته وويل: «امریکا د شپې له خوا د عملياتو او کورونو د تلاشيو په برخه کي د آزادۍ غوښتونکي دي.» هغه زياته کړه: «د هغوی [امریکا متحده ايالاتو] په خبره په افغانستان کي د القاعدې ۷۵ غړي حضور لري؛ دا به ډير عجيبه خبره وي چي په دې دليل سره امنيتي تړون لس کاله د دغه هيواد په هر کنج کي د پوځي عملياتو اجازه ورکړي.»

د افغانستان د جمهوري رياست وياند دغه راز څرگنده کړه: «د افغانانو له پاره د يو اړخيزه عملياتو حق په هيڅ وجه د منلو نه دی.»

د افغانستان د جمهوري رياست وياند ايمل فيضي
د افغانستان د جمهوري رياست وياند ايمل فيضيانځور: picture alliance/AP Photo

فيضي وويل چي دواړي خواوي په دې برخه کي چي «دوه اړخيز امنيتي تړون» (BSA) څرنگه کولای سي دغه ټکی څرگند کړي چي د افغانستان پر خاوره باندي د حملې په صورت کي به امریکا متحده ايالات د دغه هيواد څه ډول ملاتړ کوي.» هغه وويل: «موږ په دې باور يو، کله چي زموږ هيواد ته تروريستان د ځانمرگو بريدونو د ترسره کولو له پاره رالېږل کيږي دا هم يو تېری دی.»

د افغانستان د جمهوري رياست وياند يادونه وکړه: «موږ د امریکا متحده ايالاتو یو ستراتيژک شريک يو نو د بهرني تيري پرمهال بايد زموږ ملاتړ وسي. زموږ او امریکا متحده ايالاتو له پاره دغه ټکی يو جنجال دی. موږ دواړه اړخه د نظر يووالی لرو؛ او موږ د امریکا متحده ايالاتو له خوا د شفافيت تمه لرو.»

افغان ولسمشر حامد کرزي په وارو وار ويلي دي چي هغه د امنيتي تړون په لاسليکولو کي تلوار نه کوي او دغه راز دي د ده د واکمنۍ پر مهال د دغه تړون د لاسليکولو وروستۍ پريکړه نه کیږي او دا چي راتلونکی ولسمشر دې تعقيب کړي.

فيضي وويل: «که دغه تړون نادرست وي او د اوسني ولسمشر له خوا لاسليک سي نو يقيني به هغه د افغانستان تاريخ ته جواب ورکوونکی وي.»

د امریکا متحده ايالاتو د دفاع وزير چاک هېگل د دوشنبې په ورځ له افغانستان سره امنيتي تړون «ډير مهم» وباله. هغه وويل: «هيله ده چي د اکتوبر مياشتي تر پايه پوري يوې موافقې ته ورسيږو. که نه نو موږ بې له هغه هيڅ کار نه سو کولای.»

د يادوني وړ ده چي په ۲۰۱۱ کال کي له عراق سره د امریکا متحده ايالاتو د دغه شان يوه تړون ناکامه کېدل له هغه هيواده څخه د ټولو امریکايي ځواکونو په وتلو تمام سول.