1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د امریکا سنا اوکراین سره ۱۲ میليارده ډالره مرسته تصویب کړه

۱۴۰۱ مهر ۸, جمعه

د امریکا سنا له اوکراین سره د ۱۲ میلياردو ډالرو په ارزښت نوې مالي او پوځي مرسته تصویب کړه. په دې سره د جګړې په څه باندې ۷ میاشتنۍ موده کې له اوکراین سره د امریکا د کړې مرستې مقدار ۶۵ میليارډ ډالرو ته رسيږي.

https://p.dw.com/p/4HZej
د آرشیف انځور- په واشنګتن کې د ۲۰۲۲م کال د می په ۱۹ مه اوکراین سره د مرستو په تړاو د سنا غونډه
د آرشیف انځور- په واشنګتن کې د ۲۰۲۲م کال د می په ۱۹ مه اوکراین سره د مرستو په تړاو د سنا غونډه انځور: Senate Television/AP Photo/picture alliance

له اوکراین سره د امریکا متحده ایالاتو دغه مرسته په سنا کې د دواړو ګوندونو د سناتورانو په موافقه تصویب شوې ده. په دغه ۱۲ ميليارده نوې مرسته کې ۳ ميليارده ډالر ېې د اوکراین د پوځي تجهیزاتو او د اوکراین د پوځيانو د معاشاتو له پاره دي.

سنا همدارنګه د امریکا ولسمشر جو بایدن ته د دې صلاحیت ورکړی دی چې د امریکا دفاع وزارت ته سپارښتنه وکړي تر څو د ۳،۷ ميليارده ډالرو په ارزښت له خپلو وسلو او پوځي تجهیزاتو څخه واخلي او اوکراین ته ېې واستوي.

له اوکراین سره د امریکا ۸۰۰ ميليونه ډالره نوري مرستي

پر دې علاوه، ۴نيم ميليارده ډالر د اوکراین د مالي ثبات، د حکومتدارۍ د مخته وړلو او د اوکراین خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو له پاره کيف ته ورکول کیږي.

د امریکا سنا له اوکراین سره د دغو مرستو اعلان داسې وخت کړی دی چې د پلان له مخې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین په پام کې لري د جمعې په ورځ په خپله خاوره کې د اوکراین د هغو سیمو د غيرقانوني الحاق اعلان وکړي چې روسي ځواکونو نيولي دي.

مسکو دغه اقدام په اشغال شوو سیمو کې د »ټولپوښتنې« پر اساس کوي، چې کیف او متحدين ېې هغه ساختګي ټولپوښتنه بولي او وايي چې نتایج به ېې ونه مني. تازه رپوټونه وايي چې پوتين په یو غیرقانوني اقدام کې د اوکراین د خرسون او زاپرويژيا اشغالي سيمې په رسميت پېژندلي دي. په دې ترتیب روسيې د اوکراین څلور اشغالي سیمې په خپله خاوره کې غيري قانوني الحاق کړي دي.

پنټاګون اوکراین سره د ۳۰۰ ميلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ

د آرشیف انځور - اوکرایني ځواکونه په لوهانسک سيمه کې - د ۲۰۲۲م کال د جون میاشتې ۲۳مې انځور
د آرشیف انځور - اوکرایني ځواکونه په لوهانسک سيمه کې - د ۲۰۲۲م کال د جون میاشتې ۲۳مې انځورانځور: Anatolii Stepanov/AFP/Getty Images

د امریکا په سنا کې چوک شومر، وويل: «له اوو میاشتو راهيسې چې جګړه پیل شوې، دا کاملاً روښانه ده چې امریکایانو د اوکراین له خلکو سره مرستې کړي تر څو هغوی وشي کړای د پوتين د شیطاني او شریر یرغل پر وړاندې مقاومت وکړي.»

هغه زیاته کړه چې «د جګړې پای لا ليري ښکاري او موږ باید د اوکراین له زړور او باتور ولس سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړو.»

له دغه ۱۲ میلیارده ډالرو نوې مرستې سره، له اوکراین سره د متحده ایالاتو د مرستو مجموعي مقدار ۶۵ ميليارده ډالرو ته رسیږي. دغه مرستې پر اوکراین د روسېې د پوځي یرغل له پیل راهيسي چې څه باندې ۷ میاشتي کیږي، ترسره شوي دي.

زيلنسکي د امريکا کانګرس ته: «موږ اوس ستاسې مرستې ته اړتيا لرو»

د امريکا متحده ایالاتو دغه نوې مرستې د فدرال کلنۍ بودجې چې وخت ېې د سپتمبر پر ۳۰ مه پای ته رسیږي، د لنډمهاله تمدید یوه برخه ده. دغه تمديد په داسې حال کې شوی چې د کانګریس غړو لا تر اوسه د راتلونکې ټول مالي کال پر بودجې توافق نه دی کړی.

د بودجې تمديد به تر دسمبر مياشتي پورې ادامه ولري چې په دې سره به حکومت وشي کړای تر هغه وخته خپلو کارونو ته ادامه ورکړي. خو لومړی ېې باید د استازو خونه تصويب کړي ترڅو د دوشنبې په ورځ د حکومت د نورو اداراتو د تړل کېدو مخه نيول شوي وي.

د امریکا مالی کال نن جمعه د سپتمبر ۳۰مه پای ته رسیږي. په دې حساب راروانه دوشنبه د نوي مالي کال لومړنۍ رسمي ورځ ده.

د نه تمدید په صورت کې به د دوشنبې په ورځ ټولې نه، خو يو شمیر حکومتي ادارې تړلې پاتې وي او کارمندان به ېې له تنخواه پرته رخصت وي. د ویلو ده چې په موقتي بودجه کې د يو شمیر نورو مواردو ترڅنګ د ټيټ عايد لرونکو کورنیو د ژمې د تودوښې او د افغان مهاجرو مصارف هم شامل دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل