1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا دفاعي بودیجه تصویب سوه

۱۳۹۰ تیر ۱۸, شنبه

د امریکا د متحده ایالاتو د نماینده ګانو مجلس د 2012م کال د دفاعی چارو لپاره د څلورو ورځو تر بحث وروسته د 649 ملیاردو ډالرو بودیجه په آسانی سره تصویب کړه.

https://p.dw.com/p/11s5w
واشنگټن
واشنگټنانځور: AP

د استازو مجلس پداسي حال کي د دفاعي چارو بوديجه تصويبوي چي د جګړو څخه ستړو شوو ځیني امریکایی قانون پوهان په دي کوښښ کی ول چی په افغانستان او ليبیا کی د ولسمشر اوباما جنګی عملیات را کم کړي.

د نماینده ګانو مجلس چی جمهوري غوښتونکی په کی برلاسي دي، د 2012م کال مالی کال لپاره چی د د اکتوبر د لمړي نیټي څخه شروع کيږي د پینټاګون لپاره د 17 میلیاردو ډالرو اساسی بودیجه تصویب کړه. دا پداسی حال کی ده چی د امریکا متحده ایالات د 1.4 ټریلینو ډالرو د کسري بودیجی تر فشار لاندي هم ده.

دغه مجلس د اوباما د دفاعی چارو لپاره د غوښتل شوي د دفاعي چارو د بودییجی څخه اته ملیارده ډالر راکم کړي دي. همدا راز دغه مجلس د پینټاګون لپاره 530 ملیاردو ډالرو ابتدایی دفاعی بودیجه منلي ده او همدارراز د افغانستان او عراق د جګړي لپاره د 119 ملیاردو ډالرو بودیجه منل شوی ده.

بارک اوباما د 2012 م کال کی د پوځی مصارفو لپاره د 690 ملیاردو ډالرو غوښتنه کړي وه. دغه بودیجه د اتومی وسلو پروګرام او د پوځی تاسیساتو جوړول د ځانه سره نه رانغاړي چی د هغي لپاره به د 33 ملیاردو ډالرو په ارزښت بله بودیجه وړاندي کړل شي.

د مجلس پدغه اقدام کی 5.9 ملیاردو ډالرو په قیمت د F-35 ډوله 32 جنګی الوتکي، د 15.1 ملیاردو ډالرو په ارزښت د لسو بحري بیړيو جوړونه او د 3.3 ملیاردو ډالرو په ارزښت د اته ویشتو F-18 ډوله جیټ الوتکی او دولس EA-18 ډوله د جنګی الوتکو رانیول شامل دي.

دغه مجلس د څلور ورځو په ترڅ کی په لسګونو اصلاحاتو باندی غور وکړ. قانون پوهان د افغانستان څخه په ډیر شمیر سرتیرو د راویستو په حق کی وو او د بارک اوباما دغه فیصله چی د لیبیا په کړکیچ کی یی ځان ښکیل کړ مایوسه کړي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اڅکزی