د امریکا بې پیلوټه الوتکي د حقاني شبکې مرکز په نخښه کړی
۱۳۹۶ آذر ۹, پنجشنبهدوو پاکستاني استخباراتي چارواکو ویلي دي چې د پنجشنبې ورځې په دې برید کې له بې پیلوټه الوتکې څخه دوه توغندي توغول شوي دي چې د حقاني شبکې د قوماندان عبدالرشید، یو مرکز چې غزنوي نومېد، په نخښه کړی دی. لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې د برید پر مهال پخپله عبدالرشید په مرکز کې موجود وو او که نه.
دغو دواړو چارواکو له رسنیو سره د نوم د خپریدو په شرط خبري کړي دي. دغه مرکز په کورم سیمه کې پر پیشو غره باندي پروت دی.
له بلې خوا بیا د پکتیا ولایت ویاند عبدالله حسرت، ویلي دي چې برید د افغانستان په خاوره او پټان ولسوالۍ کي ترسره شوې ده. هغه دا هم ویلي دي چې په برید کې د دوو قوماندانانو په گډون اووه یاغیان وژل شوي دي. د دغه افغان چارواکي په خبره په پیښه کې دوه تنه نور ټپیان شوي هم دي.
پاکستان په رسمي ټوګه په خپله خاوره کې د امریکا متحدو ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو بریدونو مخالفت کوي. پاکستان وايي چې په خپله یې په سیمه کې د یاغیانو پټنځایونه له منځه وړي دي.
m.s/n.z (AP)