1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا په سنا کي پر سوريې باندي د بريد مسودې ملاتړ

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۱۳, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتونو د سنا مجلس يو هيئت په سوريه کي پوځي مداخلې ته د اجازه ورکولو پر يوې مسودې باندي سره سلا سوی دئ. په پلان کي ده چي د چهارشنبې په ورځ به په دې اړه رايي ورکول ترسره سي.

https://p.dw.com/p/19bmy
(2nd L table, L - R) U.S. Defense Secretary Chuck Hagel, U.S. Secretary of State John Kerry and General Martin E. Dempsey, chairman of the Joint Chiefs of Staff, present the administration's case for U.S. military action against Syria to a Senate Foreign Relations Committee hearing in Washington September 3, 2013. President Barack Obama on Tuesday urged quick congressional action authorizing the use of military force against Syria and won the support of leaders from both parties in the House of Representatives for limited strikes against President Bashar al-Assad's forces. REUTERS/Joshua Roberts (UNITED STATES - Tags: POLITICS MILITARY CIVIL UNREST)
USA Washington US-Senatsanhörung zum Syrien-Einsatzانځور: Reuters

د امريکا متحده ايالاتونو د سنا مجلس هيئت د سه شنبې په ورځ د دغه مجلس د بهرنيو اړيکو کمېټې تر استماعيه غونډي وروسته په سوريه کي پوځي مداخلې ته د اجازه ورکولو پر مسودې باندي موافقې ته سره ورسېدل.

د اسوشېتيد پريس خبري آژانس چي د دغه مسودې يوه کاپي ور رسېدلي ده ليکي چي د نورو شرايطو تر څنگ په دغه مسوده کي د حملې يو محدود وخت يعني ۶۰ ورځي په پام کي نيول سوی دئ. داسي امکان سته چي د دغي حملي وخت د کانگرس له خوا ۳۰ ورځي وټاکل سي. په دغه مسوده کي په سوريه کي د هرډول امريکايي ځواکونو پلي کول منع سوي دي.

کيري د بريد له پاره د ملاتړ په لټه کي

د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري، د دفاع وزير چاک هېگل او د دغه هيواد ارکان حرب مارتين دمسي د دې ترمخه د سنا د بهرنيو اړيکو کمېټې په استماع کي پر سوريې باندي د بريد پلوی کړې وه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيريانځور: Reuters

د بهرنيو چازو وزير کيري وويل: «که امریکا متحده ايالات وښيي چي د عمل کولو ته تمايل نه لري. نو خپل او د ملگرو حيثيت ته به ئې تاوان ورسيږي.»

کله چي له کيري څخه وپوښتل سول چي که کانگرس پر سوريې باندي د بريد په اړه مخالفه رايه ورکړي، بارک اوباما به څه وکړي، وويل :«له دغي پريکړي څخه پرشا کېدل د امريکا متحده ايالاتونو او زموږ و مخکښ رول ته زيان رسول دي.» او زياته ئې کړه: «غبرگون نه ښول به په سيمه کي زموږ دښمنان لکه ايران او شمالي کوريا زړه ور کړي او زموږ سيمه ييز ملگري لکه اسرائيل به وگواښي».

ملگري د امريکا د پريکړي په تمه دي

د امريکا د دفاع وزير چاک هېگل د سنا مجلس د بهرنيو اړيکو کمېټې ته وويل، چي فرانسه، ترکيه سعودي عربستان او د عربو متحده امارات د پوځي بريد پرمهال زموږ اصلي ملگري دي.

د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند د سه شنبې په ورځ وويل: «موږ به د امریکا متحده ايالاتونو د کانگرس پريکړه ته انتظار وبا سو او په يوازي سر به د اسد پر رژيم باندي يرغل و نه کړي.»

د امریکا متحده ايالاتونو ارکان حرب جنرال دمسي وويل :«په هغه صورت کي چي پوځي يرغل پيل سي د سوريې ملگرې روسيه به له دمشق سره پوځي مرستو ته پراختيا ورکړي. هغه وويل :«داسي نخښي نښانې موجودي دي چي هغوی يعنی روسيې د سوريې رژيم ته ډاډ ورکړی دئ، په هغه صورت کي چي موږ هلته هرڅه ويجاړ کړو دوی به ئې بيرته جوړ کړي.»

روسيې په وارو وار د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي د سوريې په اړه د پريکړي مخنيوی کړی دئ.

جمهوري غوښتونکي د اوباما ملاتړ کړی

د سه شنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کي د دوو گوندونو ترمنځ په بحث کي اوباما پر سوريې باندي د یوه بريد په اړه د جمهوري غوښتونکو د مشرانو ملاتړ تر لاسه کړ. په نمايندگانو مجلس کي د جمهوري غوښتونکو د گوند رئيس جان بونر او په کانگرس کي د اکثرو جمهوري غوښتونکو مشر اريک کنتر وویل چي پر سوريې باندي د بريد په اړه د اوباما ملاتړ کوي.

اټکل کيږي چي په کانگرس او د استازو په مجلسونو کي به پر سوريې باندي د بريد په اړه د اوباما تر سفر وروسته راي اچونه وسي. اوبام د چهارشنبې په ورځ په پترسبورگ کي د (جي ۲۰) په غونډه کي گډون کوي. تر دې دمخه اوباما سويډن ته سفر کوي.