1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د دولتي افلاس مخه ونيوله شوه

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۲ مهر ۲۵, پنجشنبه

د متحده ايالاتو د بودجې پر سر شخړه په وروستې شيبه کي حل کړای شوه. که څه هم ولسمشر بارک اوباما په دې کړکيچ کي پر خپلو سيالو باندې لاس برتوب پيدا کړ، خو له دې څخه يي ډه ډه وکړه چي ځان ډيرغټ ښکاره کړي.

https://p.dw.com/p/1A1N1
د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما
د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباماانځور: Getty Images

د بودجي پر سر روغې جوړې باندي د کانګرس له موافقې څخه وروسته اوباما اړوند قانون لاسليک کړ او په دې ډول هغه نافذ شو.له دغې موافقې سره د امريکا متحده ايالاتو د دولت د افلاس مخه ونيوله شوه.

د متحده ايالاتو د سنا مجلس د ديموکراتانو او د جمهوري غوښتونکو تر منځ موافقه د ۸۱ موافقو او ۱۸ مخالفو راييو سره تصويب کړه. له دې سره په موقتي توګه د فبروري تر اومې نيټې پورې د متحده ايالاتو د پور کچه لوړه کړاې شوه او د جنوري تر ۱۵ پورې پر يوې انتقالي بودجې باندې موافقه وشوه. له هغي وروسته د استازو مجلس هم د ۲۸۵ موافقو او ۱۴۴ مخالفو راييو سره نوموړې روغه جوړه ومنله. د هغې د تصويب لپاره يواځې۲۱۶ راييو ته اړتيا وه.

«لاډيرکارونه مو په مخکېدي»

دغه موافقه د متحده ايالاتو د اوسني ۱۶،۷بيليون ډالرو د پوروړتوب د کچې د لوړلو لپاره د یومهم ضرب الاجل له پای ته رسيدو څخه يواځې څو ساعته مخکي تر لاسه شوه. ولسمشر بارک اوباما له دغه حل څخه خپل رضايت څرګند کړ. اوباما د استازو د مجلس د راييو ورکولو څخه لږ مخکي په يوه لنډه وينا کي وويل:«له دې سره ولس کولاې شي چي پرخپلو سياستوالو باندی بيرته اعتماد وکړي.» د بودجوي شحړې له امله د متحده ايالاتو تړل شوې ادارې به ډير ژر بيرته پرانيستلي شي. د کانګرس له تصويب څخه يواځې دوه ساعته وروسته اوباما د بودجې قانون لاسليک کړ اوله دي سره هغه توشيح شو.

په سنا کيد ديموکراتانو چي اکثريت دي، مشر هري ريد وويل: «کومه روغه جوړه چي مونږ تر لاسه کړه، زمونږ اقتصاد ته به اړين ثبات ور په برخه کړي.» له هغې وروسته په سنا کي د جمهوري غوښتونکو مشر، ميچل ميک کونيل د وينا ستيژ ته ودريد او ویی ویل: «دا د کانګرس او د هيواد لپاره ډيرې اوږدې او ستونرزمنې اونۍ وي.»

نړيوالې انديښنې

په يوې راډيويي مرکه کي د استازو په مجلس کي د جمهوري غوښتونکو مشر، جان بينر په ورستې بودجوي شخړه کي د خپل ګوند په ماتې اعتراف وکړ:«مونږ په زړه پورې مبارزه وکړه، خو هغه مو ونه ګټله.» بينر پر خپلو ګوندي ملګرو غږ وکړ چي له دغه قانون سره موافقه وکړي. له راييو ورکولو څخه وروسته هغه بيا کومه وينا ور نه کړه.

د استازو په مجلس کی د جمهوری غوښتونکو مشر جان بینر
د استازو په مجلس کی د جمهوری غوښتونکو مشر جان بینرانځور: Reuters

په واشنګتن کي د متحده ايالاتو د بودجې پر سر د اونيو را په دېخوا شخړې په ټوله نړۍ کي انديښنې رامنځ ته کړې وې چي ښايي متحده ايالات ونه شي کړاې خپل تأديات ورکړي. د دي احتمال موجود ؤ چي داسي يو وضعيت پر نړيوال مالي سيستم او اقتصادي ودي باندي ناوړه اغيزه وکړي. د کانګرس له خوا د متحده ايالاتو د پوروړتوب د کچي له لوړيدو څخه پرته حکومت د دې توان نه درلود چي له مالي بازارنو څخه پيسي تر لاسه کړي. په تيرو دوو اونيو کي د فدرالي حکومت د ادارو يو زياته برخه شنډه پاتې شوې وه، ځکه کانګرس د ۲۰۱۴ کال بودجې چي د روان مالي کال د اکتوبر په لومړي نيټه بايد عملي شوې وای، موافقه ونه کړه. په سل ګونو زره دولتي مامورين جبري رخصتي ته واستول شول. موزيمونه او ملي پارکونه وتړل شول.

اوباما د سنا له موافقي څخه هرکلي وکړ

په کانګرس کي وروستې روغې جوړې د متحده ايالاتو د بودجې په شخړه کي نوي ضرب الاجلونه وټاکل: د جنوري تر ۱۵ پورې انتقالي بودجه او د فبروري تر ۷ پوري د پوروړتوب لوړه کړاې شوې کچه اعتبار لري. له دغي موافقي سره اوس ديموکراتان او جمهوري غوښتونکي موقع پيدا کوي ترڅو د دولت د اوږد مهالو مالي لګښټونو پر سر خبري اتري وکړي. د جمهوري غوښتونکو هلې ځلې چي د ولسمشر اوباما د روغتيايي خدماتو اصلاحاتو ته پريکړن بدلون ورکړي او يا يي وځنډوي، له ناکامي سره مخامخ شوي دي. هغوي يواځي دومره کولاي شي چي د دولتي روغتيايي بيمي کي د مرستو د تر لاسه کولو لپاره د وګړو غوښتنليکونه په ټينګه توګه کنترول کړي.