1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د دفاع وزير کابل ته ورسېد

۱۳۸۵ دی ۲۶, سه‌شنبه

د امريکې د دفاعي چارو وزير رابرت گيتس د طالبانو د بلوا په سر د خبرو اترو دپاره افغانستان ته رسېدلی دی. گيتس د سه شنبې په ورځ لومړی په کابل کې د امريکې له سفير سره وکتل، ورپسې به دی د ناتو او امريکايي ځواکونو له استازو او افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم وويني.

https://p.dw.com/p/DKBA
رابرت گيتس
رابرت گيتسانځور: AP
دا په لومړي ځل دی چې گيتس افغانستان ته سفر کوي. په بروکسل کې يې د ناتو په مرکز کې د افغانستان د وضعې په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه. د ده په وينا »داسې نښې نښانې شته چې طالبان غواړي سږ کال خپلو بريدونو ته زور ورکړي« او د دې مخنيوی بايد وشي. گيتس په دې اړه وويل: »په افغانستان کې برياليتوب زموږ تر ټولو مهمه دنده ده.« گيتس زياته کړه چې سربېره پر دې بايد د هېواد د بيارغونې په برخه کې هم هلې ځلې زياتې شي.