1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د دفاع سرپرست وزير ناببره افغانستان ته سفر کړی

۱۳۹۷ بهمن ۲۲, دوشنبه

د امريکا د دفاع سرپرست وزير په يوه ناببره سفر افغانستان ته تللی دئ. د هغه د سفر موخه له افغان او پوځي امريکايي چارواکو سره ليده کاته ښوول سوې ده.

https://p.dw.com/p/3D6oj
Afghanistan Ankunft Patrick Shanahan in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/S. Lanteaume

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع  سرپرست وزير پاتريک شاناهان د دوشنبې ورځي (۲۰۱۹م کال د فيبروري ۱۱) سهار کابل ته رسېدلی دئ. هغه غواړي په کابل کي له ولسمشر محمد اشرف غني او په دغه هيواد کي د امريکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکات میلر سره ملاقات وکړي.

دا سفر په داسي حال کي کيږي چي امريکا متحده ايالاتو له وسله والو طالبانو سره په افغانستان کي د سولي په اړه خبرو ته پراختيا ورکړې.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه پوري له افغان حکومت سره له خبرو اترو ډډه کړې ده او هغوی [افغان حکومت] د امريکا متحدو ايالاتو د حکومت لاس پوڅي گڼي.

شاناهان کابل ته د سفر پرمهال په الوتکه کي خبريالانو ته ويلي دي: «دا ډيره مهمه ده چي افغان حکومت په خبرو اترو کي ونډه ولري، دا پر افغانستان اغېزه لري.»

هغه زياته کړې ده: «افغانان بايد پريکړه وکړه چي په راتلونکي کښي افغانستان څه ډول وي.»

په افغانستان کې په دې اړه اندېښنې پر زياتېدو دي چي کيدای سي امريکا متحده ايالات مخکي له دې چي له وسله والو طالبانو سره اوږد مهاله سوله راسي، خپل ځواکونه به وباسي.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ غواړي چي په افغانستان کي د مېشتو ۱۴۰۰۰ امريکايي ځواکونو نژدې نيمايي بيرته وباسي. خو تر اوسه پوري يې د ايستلو دقيق مهال ويش وړاندي سوی نه دئ.

د افغانستان د سولي د خبرو اترو له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد د معلوماتو له مخي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو ايستل د عمل په ډگر کې شرايطو پوري اړه لري.

شاناهان کابل ته د سفر پرمهال ټينگار کړی دئ چي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو حضور بايد د امريکا متحده ايالاتو حفاظت او په سيمه کي د ثبات ملاتړ وکړي.

امريکا متحده ايالات غواړي چي له وسله والو طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي. د دغو خبرو بل پړاو به د فيبروري مياشتي پر ۲۵ نېټه په دوحه کي وي.

موخه دا ده چي د روان کال په جولای مياشت کي د افغانستان ولسمشرۍ ته تر پلان سوو انتخاباتو مخکي يو توافق رامنځ ته او په دغه هيواد کي له ۱۷ کلونو راهيسي روانه جگړه ختمه سي.