1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا خارجه وزيره هيلاري کلينتن په هندوستان کښی ده

۱۳۸۸ تیر ۳۰, سه‌شنبه

هند او امريکا غواړي خپل ګډ کار ته ادامه ورکړي ،او په همدې خاطر پرون په نوي ډيلي کښي ددواړو هيوادو خارجه وزيرانو د دفاعي چارو او علم او پوهي په برخه کښي درې موافقې امضأ کړلې ...

https://p.dw.com/p/Iub6
دامريکا او هندوستان خارجه وزيران
دامريکا او هندوستان خارجه وزيرانانځور: AP

هيلري کلينتن په هند کي د خپلو سياسي خبرو اترو په پای کي ډيره خوښي څرګنده کړه : د هند له بهرنيو چارو وزير، سوماناهالي ملايا کريشنا سره تر ليدني کتني وروسته کلينتن وويل، دامريکا متحده ايالات او هندوستان غواړي خپلي همکارۍ پراخي او خپل منځي ډيالوګ يوې نوي سطحي ته اوچت کړي . سر بيره پر دي : د دواړو هيوادونو همکاري به دپرمختګ لپاره په يوويشتمه پيړۍ کي يو نوی خوځښت ومومي .

دې اضافه کړل ،« مونږ به نه يوازي په دې برخه کي کار وکړو چي زموږ ښه تعلقات وساتل شي، بلکه د هغو د لا ټينګولو لپاره به هم هڅه وکړو.»

دا خبره ميرمن کلينتن د هند په پلازمينه نوي دهلي کي ياده کړه . د دې همکارۍ ښه ثبوت دا دی، چه هند خپل بازارونه د امريکايي تکنالوجۍ پر مخ پرانيزي . کلينتن او کريشنا يو څو تجارتي تړونونه هم لاس ليک کړل . د يوې موافقي له مخي امريکايي وسله جوړونکي شرکتونه کولای سي چي په هندوستان کي د پراخ فعاليت لپاره لاره اواره کړي .

سر بيره پر دې ، نوي دهلي د امريکايي شرکتونو له خوا د اتمي دستګاو د جوړولو لپاره په هند کي دوه ځايونه ټاکلي دي . هند او دامريکا متحده ايالاتو د بوش د حکومت په وخت کي د ملکي هستوي همکارۍ موافقه کړې وه . له دغي موافقي سره د يو اتمي ځواک په توګه دهند،چي د هستوي وسلو د نه پراخولو تړون يې نه دی لاس ليک کړی، نړيوال تجريد ته د پای ټکی کښيښود.

خو په يوه بله برخه کي هغوی ونه توانيدل چي کومي روغي جوړي ته ورسيږي : داقليم ساتنه . د هند د چاپريال ساتني وزير، رامش، د اونۍ په پيل کي پر خپل حکومت باندي د هر ډول فشار راوستلو مخالفت وکړ او ټينګار يې وکړ، چه په هندوستان کي د سړي پر سر د

ګلخانه يي ګازونو مصرف د ټولي ړۍ په مقايسه ډيرټيټ دی .

سره له دې هم هيلري کلينتن هيلمنه ښکاري :

«زمونږ هيوادونه دستونزو او د حلونو په هکله يو د بل سره مختلف نظريات لري، خو د نړۍ تر ټولو زړه او ستره ديموکراسي کولای شي چي پر خپلو اختلافاتو باندي لاس بری پيدا کړي او د يوې ګډي راتلونکي او مشخصو پايلو ته ځان ځير کړي .»

Clinton in Indien
انځور: AP

هيلري کلينتن هغه اندينښني بي ځايه وګڼلې چي دامريکا متحده ايالات ښايي د هند په تاوان له چين سره د نژدي والي په لټه کي سي .

په همدې وجه په هند کي ددې خبري څخه په خوښۍ هرکلی وسو چي د بهرنيو چارو وزيري د خپل جمهور رييس له خوا واشنګتن ته د يوي ليدني کتني لپاره د هند صدراعظم ته، بلنه وړاندي کړه .

له دي څخه مخکي ميرمن کلينتن په هند کي د خپل پنځه ورځني سفر په پيل کي د هند له ګاونډي هيواد، پاکستان څخه د تروريزم پر ضد د کلکي مبارزي لپاره غږ وکړ او غوښتنه يي وکړل چي د هغو زورپالونکو پرضد له دې څخه هم په غوڅو اقداماتو لاس پوري کړي چي پر هند باندي د بريدونو اراده لري .

زابينه متای/ عبدالباري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري