1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجنوبي کوریا

د امريکا الوتکي لېږدونکې بېړۍ جنوبي کوريا ته رسېدلې

۱۴۰۱ مهر ۱, جمعه

يوه امريکايي الوتکې ليږدونکې بيړۍ د ګډو پوځي تمرينونو په موخه جنوبي کوريا ته رسېدلې ده. په دې منځ کې د جنوبي کوريا پر ولسمشر امريکا ته د سپکاوی تور هم لګيدلی دی.

https://p.dw.com/p/4HGKU
د يو اس اس رونالد ريګن الوتکې ليږدونکې بیړۍ
د يو اس اس رونالد ريګن الوتکې ليږدونکې بیړۍانځور: Lee Jin-man/AP/picture alliance

په اتومي وسلو سنباله د يو اس اس رونالد ريګن الوتکې ليږدونکې بيړۍ د جمعې په ورځ د جنوبي کوريا د بوسان بندر ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه د شمالي کوريا له خوا مخ پر زياتېدونکو تهديدونو ته په کتو سره د خپل ځواک ښوولو ته چمتووالی نيسي.

امريکا متحده ايالات او جنوبي کوريا يو ځل بيا د لوړې کچې پوځي مانورې پېلوي چې په دې تيرو څو کلونو کې د شمالي کوريا پر وړاندې د ديپلوماتیکي هلو ځلو او د کرونا وبا سره د ښکيلتيا له کبله نه وې ترسره شوې.

تمرينونه ولې اوس ترسره کيږي؟

د جنوبي کوريا ولسمشر يون سوک – يول، د شمالي کوریا حکومت ته چې په روان کال کې زيات شمير توغندي وآزمويل د خبرداری ورکولو په موخه د ګډو پوځي تمرينونو غوښتنه کړې وه.

سويلي کوريا وايي شمالي کوريا د توغنديو نوې آزموينې کړې

دغه آزموينې د هغو هلو ځلو تر کاناميدو وروسته ترسره شوې چې د اتومي وسلو څخه د لاس د اخیستو په موخه د شمالي کوريا د واکمن کم جونګ اون د قانع کولو له پاره شوې وې.

شمالي کوریا یو بالستیک توغندی توغولی دی

امريکا په وروستي ځل په ۲۰۱۷م کال کې سيمه ته الوتکې ليږدونکې بيړۍ ليږدولې وې چې په هغه کې د يو اس اس ريګن سربیره دوې نورې بيړۍ هم شاملې وې څو د شمالي کوريا د اتومي توغنديو د آزموينې په ځواب کې له جنوبي کوريا سره په ګډه پوځي تمرينونه ترسره کړي.

د جنوبي کوريا د ولسمشر له خوا پر امريکا نيوکه؟

الوتکې ليږدونکې بيړۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د پنجشنبې ورځې د ديپلوماتیکي حادثې وروسته سيمې ته رسېدلې ده.

په ټولنیزو رسنيو کې خپرې شوې ويديو کې اوريدل کیږي چې د جنوبي کوريا ولسمشر په داسې حال کې چې مايکروفون یې فعال دی، پر امريکايي مشرانو نیوکې کوي. دغه ويديو په میليونو وارې ليدل شوې ده.

خو د جنوبي کوريا د ولسمشر دفتر له خوا ويل شوي دي چې يون پر بايدن او نورو امريکايي چارواکو نيوکه نه ده کړې، بلکې د «بایدن» کليمې ته له ورته غږ لرونکې کوريايي کليمې څخه یې د بل څه له پاره استفاده کړې ده. د نوموړي وياند وويل «هیڅ دليل موجود نه وو چې يون د امريکا او يا بايدن کلیمه وکاروي.»

ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: