1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امام علي رحمان په حکم په سلهاوه محصلين بيرته هيواد ته ستانه سول

۱۳۸۹ آذر ۲, سه‌شنبه

د تاجکستان د جمهورريس په حکم په سلهاوه محصلين د ايران، پاکستان او مصر د ديني پوهنتونونو څخه خپل هيواد ته بيرته ستانه سول.

https://p.dw.com/p/QG8j
په تاجکستان کي يو ديني ښوونځی
په تاجکستان کي يو ديني ښوونځیانځور: Fashutdinow

د تاجکستان د بهرني سياست د معلوماتو د ديپارتمنت مسوول دولت نذيروف په دوشنبې کي خبريالانو ته وويل چي د جمهورريس امام علي رحمان په حکم ډيری محصلين بيرته خپل هيواد ته را ستانه سوي دي.

« د هغه وخت راهيسي چي هيواد ته د محصلینو بيرته را گرځېدل پيل سوي دي شاوخوا ۱۰۰۰ تنه تر اوسه پوري راغلي دي. زموږ د شمېرو له مخه په پاکستان، مصر او ايران کي شاوخوا ۱۵۰۰ محصلين په ديني پوهنتونونو کي په زده کړو بوخت ول.»

د هغه په خبره «ډيری زده کړيان په خپله خوښه هيواد ته راگرځي»

« که څه هم خبره د هغو محصلینو پر سر وه چي په شکمنو مدرسو کي يې ديني زده کړي کولې ولي بيا هم ددغو هيوادونو رسمي مقاماتو زموږ سره ډيره مرسته کړې او زموږ په خبره پوه سوي چي هدف مو څه دی»

هغه ويلي هغه زده کړيان چي په مشهورو ديني پوهنتونونو کي زده کړي کوي هغوی کولای سي چي خپلو پوهنتونونو ته دوام ورکړی.

د تاجکستان جمهورريس امام علي رحمان ملت ته په خپله وروستۍ وينا کي ويلي ول چي تاجکي ځوانان بايد معاصري زده کړي وکړي نه ديني.

د روان کال د اگست په مياشت کي د تاجکستان جمهورريس ويره څرگنده کړي چي داسي نه وي چي هغه زده کړيان چي د ديني زده کړو دپاره د هيواد څخه د باندي تللي، په بيرته راتلو سره «يا افرطي او يا تروريست نسي».

هغه پر هغو کورنيو باندي چي خپل ځوانان يې د ديني زده کړو د پاره خارج ته لېږلي ږغ وکړي چي ژر تر ژره خپل اولادونه بيرته را وغواړي.

د تاجکستان د بهرني سياست د معلوماتو د ډيپارټمنټ مسوول وويل چي که چيري هغوی غواړي چي د اسلامي زده کړو سندونه تر لاسه کړي په تاجکستان کي هم د اسلامي زده کړو پوهنتون سته چي کولای سي د هغه څخه يې تر لاسه کړی.

په تاجکستان کي زده کونکي منع دي چي د پوړني سره مکتب ته ولاړي سي. په دې وروستيو کي جمهورريس امام علي رحمان پر هغو مېرمنو هم نيوکي وکړې چي په روزمره ژوند کي د باندي پوړني پر سر کوي.

د نوي پريکړي له مخه د تاجکستان هر وگړی چي غواړي په بهر کي ديني زده کړي وکړي بايد د لوړو زده کړو د وزارت څخه اجازه تر لاسه کړي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکې: رحيله اميري