1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنیتي شرکت د المپیک په تړون کې تاوان وکړ

۱۳۹۱ تیر ۲۴, شنبه

د لندن د المپیک د لوبو د امنیت ساتلو مسئوله امنیتي شرکت وایي چې ښایي په میلیونونه ډالر تاوان وکړي. دې شرکت و نه شو کولای چې په لندن کې د المپیک د لوبو د امنیت ساتلو په موخه په ضروري اندازه ساتونکي په کار وگماري.

https://p.dw.com/p/15Xm6
انځور: Alexey Filippov/RIA Novosti

تر دې وروسته د بریتانې حکومت پر پوځ باندې د دغو لوبو د امنیت ساتلو له پاره غږ وکړ. له دې سره نو ویل کیږي چې دغه امنیتي شرکت به شاوخوا ۵۰ پونډه ډالر تاوان وکړي.

د لندن د المپیک لوبو د امنیت ساتلو قرارداد یوې خصوصي امنیتي شرکت چې (G4S) نومیږي لره. دې شرکت د جمعې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې نه شي کولای خپل مسئولیتونه پوره کړي ځکه چې په لندن کې د المپیک د لوبو د امنیت ساتلو په موخه کافي ساتونکي نه لري.

تر دې مخکې د بریتانیې حکومت د پنجشنبې په ورځ ۳۵۰۰ سرتیرو ته د تیارسئ امر ورکړ. په دې وخت کې د بریتانیا دولت په دې خبره پوه شوی وو چې (G4S) نه شي کولای چې د المپیک د لوبو د امنیت نیولو له پاره کافي ساتونکي په دنده وگماري.

د (G4S) له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «G4S خپل مسئولیت مني او د پوځ په دنده گمارلو له کبله رامنځ ته شوې لگښتونه پر غاړه اخلي.»

دغه امنیتي شرکت همداراز زیاته کړې ده چې هغه به نور اضافی لگښتونه هم پر غاړه واخلي.

پلان شوې وه چې (G4S) به د بریتانیا له حکومت سره د شوې قرارداد له مخې د المپیک د لوبو د امنیت ساتلو له پاره ۱۰۴۰۰ ساتونکي په کار وګماري. د دې تر څنګ باید دغه شرکت همداراز ۳۳۰۰ زده کوونکي او ۳۰۰۰ رضا کاران هم تنظیم کړي.

په انګلستان کې د المپیک لوبې د جولای د میاشتې په ۲۷مه نیټه پیلیږي. داسې اندیښنې موجودې دي چې کیدای شي پر دې لوبو باندې د بریدونو پلانونه جوړ شوي وي خو د انګلستان حکومت هڅه کوي چې دغه شان اندیښنې له منځه یوسي.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض