1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان پوځ وايي تر دې وروسته به د اړتيا سره سم قراردادونه کوي

۱۳۹۱ خرداد ۷, یکشنبه
https://p.dw.com/p/153AS

د المان د دفاعي چارو وزير توماس ديميزېر، ويلي دي چي تر دې وروسته به د الماني پوځ له پاره يوازې اړين تجهيزات رانيول کيږي. د نوموړي په وينا دې ته به پام کيږي چي سرتیري څه شی ته اړتيا لري او بيا به څیړل کيږي چي معيار او قيمت ئې څه ډول دس. الماني وزير زياته کړې ده چي له دې وروسته به د الماني شرکتونو اقتصادي گټو ته نظر نه کيږي بلکه دې ته چي څه شی ته اړتيا سته به ډیر پام اړول کیږي.

هغه دا څرگندونې د فرانکفورتر الگیماين څايټونگ نومې ورځپاڼې سره په مرکه کي کړي دي. نوموړي زياته کړې ده چي تر دې وروسته به د اړتيا په صورت کي د الماني پوځ قراردادونه له هيواد څخه د باندې شرکتونو ته هم ورکول کيږي.