1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان د دولتي پورونو کچه مخ پر لوړېدو ده

۱۳۹۱ شهریور ۲۴, جمعه

د المان د پورونو کچه په ۲۰۱۱ کال کي هم تر دوو تریلیونو یورو لوړه پاته شوې ده. دا په داسي حال کې ده چې دې هیواد د اروپا د پورونو د کړکېچ پر مهال هم اقتصادي وده کړې وه.

https://p.dw.com/p/168mt
انځور: picture-alliance/dpa

د ۲۰۱۱ کال په پای کي د المان د دولتي پورونو کچه ۲۰۲۵۴۰۰۰۰۰۰۰۰(دوه تريليونه پنځه ويشت ميليارده او څلورسوه ميليونه) یورو ته رسیده. دا د ۲۰۱۰ کال په پرتله۰،۷ سلنه لوړوالی ښيي.

دغه ټول معلومات د پنجشنبې په ورځ د المان د احصائیو د فدرالي ادارې له خوا ورکړل شوي دي. دغي ادارې ویلي دي، چې په دې ترتیب سره نو هر المانی وگړی۲۴۷۷۱ یورو پوړوړی دئ.

د المان د فدرالي حکومت پورونه ۱،۲۸ تریلیونه ډالرو ته رسیدل. خو بیا ایالتي حکومتونو او ښاروالیو پخپل وار سره ۲،۵ او ۴،۹ سلنه پورونه د المان د فدرالي حکومت پر پورونو اضافه کړي دي.

د المان د احصائیې فدرالي ادارې ویلي دي، چي په۲۰۱۱ کال کي پر اقتصادي پرمختگ سربیره هم المان نه دئ توانیدلی، چي خپل د پورونو کچه راټیته کړي.

د المان د نوي پلان له مخي دغه هیواد غواړي په ۲۰۱۳ کال کي۱۸،۸ میلیارده یوره دولتي پورونه تر لاسه کړي، دا په داسي حال کې ده چي د پلان له مخي به دا هیواد د روان کال تر پايه پوري ۳۲،۱ میلیارده یورو دولتي پورونه تر لاسه کړي.

په دې ترڅ کي کیدای شي چې برلین تر ټولو لږ پورونه واخلي. د دې کار عامل دا دئ، چې اوس پانگوال المان ته د یورو زون د هیوادونو په ډله کي د پانگوني له پاره د یوه مطمئن هیواد په سترگه گوري.

خو پر دې سربیره هم اټکل شوی دئ چې په ۲۰۱۲ کال کې هم د المان د پورونو کچه تر ۲،۲ تریلیونه یورو لوړه پاته شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل