1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان د جمهورريس د څرګندونو په اړه بحثونه پای نه لري

۱۳۸۹ مهر ۱۸, یکشنبه

کريستيان وولف د المان د يووالي په لمانځنغونډه کي په خپله وینا کي د المان په ټولنه کي د بهرنيانو د ورګډيدو او ادغام په اړه خبري وکړې، اوپه عین وخت کي يي مسلمان کډوال هم ياد کړل. اوس په دې اړه بحثونو زور اخستی.

https://p.dw.com/p/Pac0
د المان جمهورريس کريستيان وولف
د المان جمهورريس کريستيان وولفانځور: picture alliance/dpa

هغه وويل: مسيحيت په المان پوري اړه لري، يهوديت په المان پوری اړه لري. موږ د مسیحیانو او يهوديانو ګډ تاريخ لرو خو ګرانو آغلو او ښاغليو اوس اسلام هم په المان پوري اړه لري.

خواوس دده پدې نظرکي ټول شريک ندي. په تيره بيا په مسيحي ګوندونوکي په دې اړه دده سره تضاد ښودل سوی.

په مرکزي پارلمان کي د مسيحي ديموکرات، او مسيحي سوسيال ګوندونو وکيلانو ویلي چي اسلام لکه د مسيحيت او يهودیت په شان په المان پوري اړه نه لري. د مثال په توګه د مرکزي پارلمان دننه د چارو د جرګه ګۍ مشر ولفګنګ بوس بخ وايی:

مطلب دلته د کم اسلام څخه دی؟ هغه اسلام چي په ډيرو هیوادونو کي له ورايه زموږ د ازاد او د یموکرات بنسټيز نظام په وړاندي تضاد ښيي. په موږ پوري اړه نسي لرلای.

خو د المان د حکومت لخوا په ټولنه کي د بهرنیانو د ورګډولو ماموري مېرمن ماريا بيومير په دې برخه کي د جمهورريس وولف ملاتړ وکړی. دې په المان کي د بهرنیانو د وضعي په هکله بحث په ترڅ کي وويل:

دا ډيره ښه ده چي په ټولنه باندي د بهرنيانو د ورګډيدو موضوع دټولو سختو ستونزو او دندو په پام کي نيولو سره هلته چي يې ځای دی يعني د آجندا په سرکي راغلې ده. زه د جمهورريس وولف څخه مننه کوم چي په ټولنه باندي د کډوالو د ورګډولو موضوع يې پداسي تشديدي ډول رامنځته کړې ده.

دغه ډل مخالفو ګوندونو هم پدې برخه کي د جمهورريس ملاتړ کړی د سوسیال دیموکرات د ګوند غړي اولاف شولڅ په مرکزي پارلمان کي وويل:«وولف ډيره ښه خبره کړيده»او حکومت ته يې پيغور ورکړ چي په ټولنه باندي د بهرنيانو ورګډولو او ادغام ته يې ډيري لږي پيسي په پام کي نيولي دي.

په مرکزي پارلمان کي د شنو د ګوند وکیل يوزف فليپ وينکلر پر نيوکه کونکو باندي تور ولګاوو چي قصداً د جمهورریس خبري غلطي تعبيروي. هغه زیاته کړې موږ دلته چيرته يو؟ جمهوررییس څه وويلي؟ طبعاً ده ندي ويلي چي موږ خوشحاله يوچي هغه اسلام چي ښځي تر فشار لاندي نيسي په المان پوري اړه لري. داسي بي معني خبري چي تاسي يي کوي ماپه خپل ټول عمرکي نوي اوريدلي.

بيتينا مارکس/ رحيله اميري

کتونکی: نجيب الله زيارمل