1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدې ترورستي شبکه شل کلنه سوه

۱۳۸۷ مرداد ۲۱, دوشنبه

د 1988 ميلادي کال په دوبي کي يو ډير شمير عرب رضا کاران افغانستان ته راغلل او دوی په هغه وخت کي په افغانستان کي د شوروي د هغه وسله والو ځواکونو پر ضد جنګيدل چي پر افغانستان باندي يې يرغل کړی و

https://p.dw.com/p/EujQ
اوسامه بن لادن او ايمن الظواهري
اوسامه بن لادن او ايمن الظواهريانځور: PA/dpa

لويديځوهيوادونو به هم په مستقيم او غير مستقيم ډول ددوی ملاتړ کاوه، ځکه چي دسړې جګړې زمانه وه او د شورويانو په مقابل کي مقاومت که دهرچا لخوا کيدی،د لويديځوهيوادونو د دلچسپيو پرخلاف عمل نه و.خو کله چي شورويان دې پريکړي ته ورسيدل چي خپل وسله وال ځواکونه د افغانستان څخه وباسي، نو د تند لاري عربي مسلمانانو لپار ه چي د رضا کارانو په توګه د روسانو پر ضد دجهاد په نيت افغانستان ته راغلي ول، دا پوښتنه مطرح وه چي اوس نو څه وکړي؟

ددې پوښتني جواب د 1988 ميلادي کال د اګست دمياشتي پر 11 نيټه داو چي دوی بايدجهاد ته دوام ورکړي او د جهاد دپرمخ بيولولپاره په همدې نيټه دپيښور په ښار کي د القاعدې دنړيوال تروريستي شبکې تاداو ايښول سوی دی.

د القاعدې شبکې مرستيال ايمن الظواهري
د القاعدې شبکې مرستيال ايمن الظواهريانځور: AP

ددغه سازمان دبنياد ايښودونکو څخه يوهم هغه وخت ديني عالم فلسطينی عبد الله اسام ، پوځي کار پوه مصری ابوعبيده او يمنی ټبره دسعودي عربستان مليونر اوسامه بن لادن و چي په افغانستان کي يې دپوځي تمريناتولپاره دکمپونو دجوړولو مالي لګښت منلی و.

په لومړيو کلنو کي د القاعدې سازمان دونه فعال نه و. خو په 1996 ميلادي کال کي چي په افغانستان کي تند لارو طالبانو حکومت کاوه، د اوسامه بن لادن دپاره چي نه يې په سعودي عربستان کي ځای درلود او نه هم په سوډان کي چا ځای نه ورکوی،تر ټولو مناسب چانس داو چي افغانستان ته ولاړ سي او هلته په سيستماټيک ډول سره خپل تروريستي سازمان په اصطلا سم پر پښو ودروي.

بن لادن لا په سوډان کي و چي د مصر دجهاديانو دمشر ايمن الظواهري سره آشنا سوی و چي هغه اوس د القاعدې دسازمان دوهم سړی بلل کيږي. د1996 ميلادي کال د اګست په مياشت کي بن لادن د امريکا دمتحده ايالاتو پر ضد له دې امله چي دوی په سعودي عربستان کي دمسلمانانو پر سپيڅلو ښارونو مکې او مدينې باندي قبضه لري، دجهاد اعلان کړی.

اوسامه بن لادن
اوسامه بن لادنانځور: AP

اوسامه د امريکا دمتحده ايالتونو دهغه وخت ددفاعي چارو پر وزيرWilliam Perry باندي داسي ږغ کړی و چي:« او ويليمه موږ به ستاسي په مقابل کي تر هغه وخته پوري د ترور څخه کار واخلو تر څو چي تاسي زموږ په هيواد کي سلاوي چلوۍ او دا به زموږ يوه اخلاقي دنده وي چي داکار وکړو »

بن لادن او دده پلويان دمصري بنسټ پاله مسلمان سيد قطب دعقيدې پيروان دي چي د کفارو پر ضد مقاومت په حقه بولې.

د آلمان دجنايي څانګي د ادارېBKA دمشر څيرکي، په عقيده ددې خطر سته چي د القاعدې نړيوال تروريستي سازمان په دغه هيواد کي په يوه تروريستي ګوزار لا س پوري کړي ځکه همدا اوس د جرمني داتحاديي جمهوريت څخه 50 تنه تند لاري مسلمانان د القاعدې په کمپونوکي روزل کيږي. دغه خبره د جرمني دجنايي څانګي د ادارې مشر Jörg Zierke د Tagesspiegel په نامه يوې آلمانۍ ورځپاڼي سره دمرکې په ترڅ کي کړې ده.