1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الجزاير د رالوېدلي الوتکي ټوټې په مالي کي پيدا سوې

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ مرداد ۳, جمعه

د الجزایر هوایي شرکت د الوتکې د څو ساعتونو تر تري تم کیدو وروسته بالاخره دا خبره په ډاگه شوه چې د نوموړي شرکت مسافر وړونکې الوتکه په مالي هیواد کې رالوېدلې ده. په الوتکه کې ۱۱۶ کسان مسافران هم موجود ول.

https://p.dw.com/p/1Cijp
انځور: Reuters

دا په یوه اوونۍ کې د الوتکې د رالوېدو دریمه لویه پيښه ده. لکه څرنگه چې د مالي ولسمشر د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د جولای ۲۴مه) وویل چې د لویدیځې افریقا په دغه هیواد کې نوموړې الوتکه رالوېدلې ده. په الوتکه کې د عملې په گډون ۱۱۶ تنه سپاره ول. زیاته شوې ده چې د الجزایر د مسافر وړونکي الوتکې ټوټې د دغه ستر هیواد په شمال کې د کیدال او تیسالت سیمو تر منځ موندل شوي دي. همداشان په مالي هیواد کې د ملگرو ملتونو د ماموریت یوه تن استازي د الوتکې رالوېدل تائید کړي دي.

د الجزاير د هوایي شرکت مک ډونل ډوگلاس ام ډي ۸۳، ډوله مسافر وړونکې الوتکه چې د سوفټ ایر په نامه په یوه هسپانوي شرکت پوري اړه لري له بورکینو فاسو څخه د الجزایر پر لور الوتې وه. دا چې دغه الوتکه د پنجشنبې په ورځ د بورکینا فاسو له پلازمینې څخه تر پرواز کولو۵۰ دقیقې وروسته له راداره ولي ورکه شوه تر اوسه معلومه نه ده. ویل شوي دي چې په ظاهري توگه د الوتکې پېلوټ غوښتل چې د خرابې هوا له کبله پر بل لور ولاړ شي.

د سوفټ ایر، د معلوماتو له مخي په الوتکه کې زیاتره سپاريان فرانسویان او یا هم د بورکینا فاسو اوسیدونکي ول. زیاته شوې ده چې په الوتکه کې څلور تنه المانان هم ول، خو په برلین کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه لا دغه خبر تائيد کړی نه دی.

الوتکه «په ښه حالت» کې وه

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، له اوږدې مودې راهیسي د هند سمندر ته خپل پلان شوی سفر ځنډولی دی. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لاورنت فابیوس د دې پوښتني په ځواب کې چې احتمالاً کیدای شې دغه یو ترهگر برید وي، ویلي دي چې د ټولو معلوماتو د تر لاسه کولو دمخه باید هیڅ فرضیه رد نه کړل شي.

په تیر میلادي کال کې د مالي هیواد د شمال په یوه برخه کې د تندلارو اسلامپالو او د فرانسې او مالي هیوادونو د سرتیرو تر منځ سختې نښتې رامنځ ته شوې وې. په دغو نښتو کې د افریقایي هیوادونو سرتیرو هم ونډه لرله. د پخوا په شان د دغه سیمي امنیتي وضعیت اوس هم ښه نه دی. د نوموړي الوتکي د احتمالي ویشتلو اټکلونه لا پسې زيات شوي دي چې له ډیري مودې راهیسې د لېبیا په کورنۍ جگړه له ځمکې څخه هوا ته د ویشتونکو توغندیو د ورکېدو خبره کیږي.

د امریکا متحده ایالاتو د هوا نوردۍ فدرالي ادارې (FAA) مالي هیواد په هغه ليست کې شامل کړی دی چې پکښې د دوی الوتکو ته د دغسو وسلو گواښ موجود دی.

په الوتکه کې د کومې تخنیکي خرابۍ په هکله شواهد نه شته. د فرانسې د هوا نوردۍ د ادارې د معلوماتو له مخې څو ورځې ترمخه دغه الوتکه د مارزایلي په هوايي ډگر کې وه. د دغي ادارې یوه کارکوونکي پېترک گاندیل ویلي دي: «موږ دغه الوتکه پلټلې وه او موږ پکښې کابو هیڅ نه ول موندلي. دغه الوتکه واقعاً په یوه ښه حالت کې وه.»

اوکراین، تایوان، مالي

د تیري پنجشنبې په ورځ د اوکراین د ختیځ په هغه سیمه کې چې جگړه روانه ده، د مالیزیایي هوایي شرکت ۷۷۷ بوینگ ډوله الوتکه راولوېده. په دغه الوتکه کي ټول ۲۹۸ سپاره کسان ټول ووژل شول. په دغه سیمه کې روسي پلوه بېلتون غوښتونکي او په کیف کې حکومت پر یو بل د دغې الوتکي د ویشتلو تور لگولی دی. د چهارشنبې په ورځ په تایوان کې د یوې الوتکي د رالویدو په پيښه کې ۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.