1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقليم ساتني د يو عادلانه تړون د لاسته راوړلو په موخه لس مليونه لاسليکونه وړاندي سوي

۱۳۸۸ آذر ۱۷, سه‌شنبه

د نړۍ کوچنیو ټاپوګانو، لکه فیجي، ګرنادا او مالیدویا د اقلیمي بدلون پر سر دخبرو اترو لپاره د AOSIS تر مخفف نامه لاندی یو اتحاد جوړ کړی دی...

https://p.dw.com/p/KxLi
د نړۍ د کوچنيو ټاپوګانو د اوسيدونکو اتحاد
د نړۍ د کوچنيو ټاپوګانو د اوسيدونکو اتحادانځور: DW

«په پنځو کلونو کي زما ماشومان به خپله د خپلي کورنۍ پالنه کوي او خپل ماشومان به لويوي.هیله لرم چي بیاهم هغوی وکړای سي زموږ اوسني ښکلي ټاپو ته خپل کور وویلای سي. هیله لرم چي د اقلیمي بدلون د ناوړه او تباه کونکو اغیزو قربانیان نه سي. هیله لرم چي هغوی زموږ کلتور او هویت ژوندی وساتي.»

دا د فیجي د ټاپو24 کلني اوسیدونکي، لي ویکهام وه، چي په کوپنهاګن کي د اقلیم ساتني په نړيوال کنفرانس کي برخه والو ته له دې اغیزناکي خبري سره د ځمکي د اوسیدونکو پیغام وړاندي کړ.

نوموړي له خپل دغه پیغام سره په دې کنفرانس کي د اقلیم ساتني لپاره د یو عادلانه تړون د لاسته راوړلو په موخه څه د پاسه لس ملیونه لاس لیکونه وړاندي کړل. دا ځکه چي د هغې هیواد، د فیجي ټاپو د اقلیمي بدلون لومړی قرباني دی.که چیري ژر تر ژره د اقلیمي ناورین مخه ونه نیوله سي، د هغې ماشومان او د هغې لمسیان به په پنځوس کلونو کي له خپل وطن څخه کډه کولو ته مجبوره سي او هغه به د تل لپاره له لاسه ورکړي.

د نړۍ کوچنیو ټاپوګانو، لکه فیجي، ګرنادا او مالیدویا د اقلیمي بدلون پر سر دخبرو اترو لپاره د AOSIS تر مخفف نامه لاندی یو اتحاد جوړ کړی دی تر څو د خپله برخه لیک لپاره پام راواړوي. د هوا دوې درجې ساتني ګرید زیاته تودوخي چي د د ملګرو ملتو د اقلیم پر سر خبرو اترو کي د ځمکي د تودوخي وروستي سرحد ټاکل شوی، د نوموړو هیوادونو لپاره د ځمکي اوسنی تودخي همدا اوس د نابودۍ معني لري. د دی لپاره چی د ځمکی د سطحی د اوبو د لوړیدو مخه ونیوله شی، هغوی غواړی چی د ځمکی تودوخی تر 5,1 پوری محدوده کړای شی.

د صنعی زمانی په تناسب د ځمکی په تودخی کی د 8,0 درجې سانتیګرید په اندازه زیاتوالی سره د رامنځ ته شوی اقلیمی بدلون ناوړه اغیزی دغه دولتونه همدا اوس احساس کوی. د هغوی د هیوادونو ساحلی څڼډو باندی اوبه اوښتی دی، د کوریل نومی ماهیان یی د نابودی په حال کی دی اوتباه کونکی توپانونه وخت په وخت ورته پیښیږی.

د مالادویا جمهور رییس، نشید په خپله اغیزناکه وینا کی د کوپنهاګن کنفرانس تصمیم نیونکو ته د ګواښ په توګه وویل: که چیری مونږ نن مالادویا ونه وژغور سبا ښایی ډیر نا وخته وی چی لندن، نیویارک یا هانکانګ وژغورو».

همدا راز د اقلیم د کنفرانس د استازو په نامه د فیجی د اوسیدونکی، لی ویکهام غوښتنه ډیره جدی وه، څرنګه چی هغی د لس ملیونو لاس لیکونو په وخت کی وویل:

«نړی خپله خبره وکړه، په راتلونکو دوو اونیو کی د نړی سترګی کوپنهاکن ته ځیری دی. مونږ تاسو ته اړتیا لرو، ترڅو د اقلیم ساتنی لپاره هغه تړون لاس ته راوړی چی د عدل او انصاف پر بنسټ ولاړ وی او ټول د هغه د پلی کولولپاره مکلفیت ولری، مننه»

د هغی دغه اغیزناکی خبری د اقلیم د کنفرانس د سر مشر ایری رییسی، «کانی هیدی ګارد» چی د دنمارک د چاپیریال ساتنی وزیره ده او ډير ژره به د اروپا د اتحادیی د اقلیم ساتنی کمیساره شی، غوږ ته ورسیده. دغو خبرو ته د ځواب او په سمبولیکه توګه هغی یو لګیدلی شمع په لاس کی واخیست تر څو د کنفرانس استازو ته ووایی چی له څه ستری ننګونی سره هغوی مخامخ دی:

«زه فکر کوم چی تاسی په دی برخه کی مرسته وکړه چی وښیی چی په کوپنهاګن د نه عمل کولو په صورت کی سیاسی تاوان څومره ستر دی، هغه تاوان چی بیا یی هیڅوک تلافی کولای نه شی زه غوړام چی له تاسو او د هغو ملیوونو خلکو چی تاسی د هغو په استازیتوب دلته راغلی یاست مننه وکړم. مننه د دی لپاره چی تاسی دلته راغلی یاست له یوی ستری لیوالتیا سره»

همدا راز د ملګرو ملتو د اقلیم ساتنی د اداری د رییس Yvi de Boer خبری هم د کنفرانس برخه وال سخت تر اغیزی لاندی راوستل چی وویل:

« تاسی وویل چی هغه وخت راغلی چی د خبرو پر ځای باید عمل وکړو. زه هلیه من یم چی یو څه نور ځغم هم ولری، مونږ ته دوه اونی نور هم وخت راکړی شوی، زه تاسو ته ژمنه درکوم چی مونږ به د خپل کار نتیجه وړاندی کړو.»

د اقلیم ساتنی لپاره د ملګرو ملتو د دوه اونی ایز کنفرانس نتایج د دسمبر په ۱۸ معلومیږی، په کومه ورځ چی د نړی د ۱۱۰ هیوادونو حکومتی او دولتی مشران ګډون کوی، دغه ډول یو ستر ګدون د اقلیم ساتنی لپاره یوه ښه زیری ښایی ځان سره ولری.

Jeppesen, Helle/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل