1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقليمي کنفرانس د تړون مهم ټکي کوم دي؟

۱۳۹۷ آذر ۲۵, یکشنبه

له يوې ورځې ځنډ سره د پاريس د اقليمي تړون د پلي کولو پر يوه پروګرام هوکړه وشوه. خو د دغې سرمشريزې د تړون اصلي ټکي کوم دي؟ په دې رپوټ کې يې لوستلی شئ.

https://p.dw.com/p/3ACfa
Polen, COP24-Präsident Michal Kurtyka während einer Abschlusssitzung der COP24-Klimakonferenz 2018 in Katowice
انځور: Reuters/K. Rempel

د دوو اوونيو په ترڅ کې ډېرې سختې خبرې اترې وشوې. خو د شنبې په ماښام د پولنډ په کاتوويڅ ښار کې د نړيوال اقليمي کنفرانس ګډونوالو د پاريس د اقليمي تړون د عملي کولو پر مشخصو تدابيرو هوکړه وکړه. د مختلفو هېوادونو استازو په خبرو کې رامنځ ته شوي متنونه له يوې ورځې ځنډ سره ومنل. د پولنډ د پلاوي مشر، ميشال کورتيکا په وروستۍ ناسته کې وويل چې «دا يو ډېر سخت کار وو.» 

د کاربن ډای اکسايډ په سر خبرې

د نورو ټکو تر څنګ په دغه سرمشريزه کې د کاربن ډای اکسايډ ګاز د کچې د تعيينولو او اندازه ګيرۍ پر معيارونو او د شفافيت پر مقرراتو باندې توافق وشو، د دې له پاره چې د هېوادونو تر منځ د اقليم د ساتنې او ژغورنې هڅې د مقايسې وړ وګرځي. غريبو هېوادونو ته البته وخت ورکول کيږي څو دغه هدف ته د رسېدلو له پاره تخنيکي امادګي ونيسي.

د تړون تر ټولو مهم ټکي کوم دي؟

شفافيت: په راتلونکي کې به د ټولو هېوادونو له پاره ورته او برابر د شفافيت مقررات او معيارونه د کاربن ډای اکسايډ د اندازه کولو له پاره حاکم وي. په دې ډول به د دغه مضر ګاز په راکمولو کې د ځانګړو هېوادونو پرمختګونه سره مقايسه کړل شي. صنعتي هېوادونو په خبرو کې يو څه وخت په دې هم تاکيد کاوه چې د صنعتي کېدو په درشل کې ولاړ هېوادونه لکه چين بايد د مضرو ګازو توليد د دوی په څېر په عين متودونو سره اندازه کړي. پرمختيايي هېوادونو ته بيا داسې يو منځمهاله وخت ورکول کيږي څو تخنيکي آمادګي ورته ونيسي.

مالي چارې: د پاريس په اقليمي تړون کې د صنعتي هېوادونو دا ژمنه راغلې ده چې له ۲۰۲۰ م کال وروسته بايد په کال کې سل مليارډه ډالر غريبو هېوادونو ته د تودوخې په وړاندې د مبارزې له پاره په اختيار کې ورکړل شي. دغه پيسې به البته تر ۲۰۲۵ کال پورې ورکول کيږي.

خرابۍ او زيانونه: پرمختيايي هېوادونه له کلونو راهيسې شکايت کوي چې خرابۍ او زيانونه چې د اقليمي بدلون له لارې ورباندې وارديږي، په خبرو اترو کې په کافي ډول مهم نه بلل کيږي. هغوی د اوسنيو اقليمي مرستو سربېره له نورو هېوادونو څځه زيات ملاتړ غواړي.

راتلونکي اقليمي هدفونه: په پاريس کې راټولو شوو هېوادونو په خپله خوښه او خپله ځان ته داسې هدفونه ټاکلي ول څو د کاربن ډای اکسايډ کچه راټيټه شي. د اقليم په نړيوال تړون کې اوس ورڅخه غوښتل کيږي چې په هرو پنځو کلونو کې نوي هدفونه رامنځ ته او ارائه کړي.

د آي پي سي سي راپور سره تړاو: د کاتوويڅ په وروستۍ اعلاميه کې د نړيوالې اقليمي شورا يا آي پي سي سي د وروستي ځانګړي راپور درناوی هم کيږي. په دغه راپور کې د يوې نيمې درجې د هدف د رعايت په موخه لا زياتې هلې ځلې غوښتل شوې وې. دغه ټکی د کاتوويڅ په خبرو کې هم ډېر زيات جنجالي وو. د امريکا متحده آيالاتو، سعودي عربستان، کويټ او روسيې د دې مخالفت کړی وو چې سرمشريزه دغه راپور ته «هر کلی» ووايي، بلکې ټينګار يې دا وو چې يوازې د هغه د «درک کېدلو» خبره ذکر شي. په وروستۍ موافقه کې په دې جملې باندې توافق وشو چې «د راپور د پر سم وخت بشپړېدلو هر کلی» کيږي.